دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۳۲
د مطلب کود : 149458
اګست کې ۲۵۴ ملکي افغانان وژل شوي او ۳۶۶ نور ټپيان شوي

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې (CPAG) په یو تازه ریپوټ کې د ملکي افغانانو د مرګ‌ژوبلې پر زیاتیدو انديښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په اګست میاشت کې د ملکي کسانو د مرګ‌ژوبلې په کچه کې زیاتوالی راغلی دی.

دغه ډله وايي، د هغو شمیرو له مخې چې دوی راټولې کړې دي، د ۲۰۱۷ عیسوي کال په اګست میاشت کې ۲۵۴ تنه ملکي افغانان وژل شوي او ۳۶۶ نور ټپیان شوي دي، چې زیاته برخه یې ښځې او ماشومان جوړوي.

د ریپوټ له مخې ملکي افغانانو ته تر ټولو زیاته مرګ‌ژوبله په کابل، هرات، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې د ځانمرګو بریدونو، هوايي بمباریو او وسله‌والو نښتو له امله اوښتې ده.

د ریپوټ په یوه برخه کې ویل شوي "د شمېرو له مخې په کابل کې ۱۶۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې ۴۷ په کې شهیدان شوي، په هرات ولایت کې ۱۴۲ ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې چې له دې ډلې څخه ۶۵ تنه شهیدان شوي دي، په هلمند کې ۶۰ ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې چې ۱۵ شهیدان او ۴۵ نورټپیان شوي دي، په ننګرهار ولایت کې ۴۳ کسانو ته مرګژوبله اوښتې چې ۲۸ شهیدان او ۱۵ ټپیان شوي دي".

دغې ډلې ملکي افغانانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې لوی عوامل، موټر بم، ځانمرګي او هوايي بریدونه، هدفي وژنې، د هاوان مرمیو توغول، ماینونه او وسله والې نښتې ښودلې دي.

هوايي بریدونو کې اوښتې مر‌ګ‌ژوبله

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې ویلي، د بهرنیو ځواکونو له خوا د هوايي بریدونو پر ترسره کولو انديښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د هوايي بریدونو له امله ملکي افغانانو ته د اوښتې مر‌ګ‌ژوبلې په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی.

د دغه بنسټ له خوا د وړاندې شویو شمیرو له مخې، د روان عیسوي کال په اګست میاشت کې ۴۲ تنه ملکي وګړي د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یوناما هم په هوايي بریدونو کې د ملکي افغانانو د مرګ‌ژوبلې په زیاتیدو اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د روان عیسوي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې په افغانستان کې په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې د تیرکال د همدې مودې په پرتله ۴۳ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د ملکي وګړو د خوندیتوب ډلې د جګړې له ټولو ښکیلو غاړو څخه په کلکه غوښتي، چې پر هغو ځایونو له بریدونه څخه ډډه وکړي چې ملکي وګړي په کې راغونډيږي.

له ګڼو مدني ټولنو څخه جوړې شوې دغې ډلې پر داعش او د افغانستان د دولت پر نورو وسله‌والو مخالفینو هم غږ کړی، چې پر جوماتونو او نورو مقدسو ځایونو له برید کولو څخه ډډه وکړي.

د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه په داسې حال کې انديښنې ښودل کیږي، چې امریکايي چارواکو په افغانستان کې د هوايي بریدونو پر زیاتیدو ټینګار کړی دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgny9q7ak9tt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته