دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 154759
استخباراتي سپوږمیو د افغانستان ورکه شوي امپراطوري پیدا کړېده

د ساینس مجلې د دسمبر په ١٣ یوه مضمون خپور کړیدی چې وایي امریکايي او افغان څېړونکو د استخباراتي مصنوعي سپوږمیو په وسیله د افغانستان د زرگونو کلونو د پخوانۍ تاریخي امپراطورۍ اثار موندلي دي

افغانستان د امنیتي ستونزو له کبله د تاریخي اثارو پیژندونکو (ارکیالوجسټان) لپاره یوه داسې هیواد دی چې تحقیق کول پکې ډیر مشکل دي خو بیا هم امریکایي او افغان څیړونکو ځینې داسې لرغوني سیمې په نښه کړیدی چې تراوسه پورې بل چا نه وې معلومې کړي.

دغو لرغونو ځایونو شاوخوا زر کاله ختیځ او لویدیځ د یوبل سره نښلولي و.

د تاریخي اثارو موندلو دا امیدونه پیدا کړیدي چې افغانان خپل کلتوري تاریخي میراث خوندي کړي.

د امریکا د بهرنو چارو وزارت د تاریخې اثارو د ماهرینو سره یو ځاې د مصنوعي سپوږمۍ د دغو معلوماتو په اړه تحقیق کوي. په دغو معلوماتو کې د امریکا د پوځي ډرون الوتکو په وسیله اخیسل شوي عکسونه هم شامل دي.

د تاریخي اثارو ماهرین په دی باور دي چې د دې سیمو په هکله د تحقېقاتو سره به د افغانستان تاریخ ژوندی شی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgnt9qyak9nu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته