دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۴۷
د مطلب کود : 145353
د سلما بند په ساتندویه ځواکونو حمله کې ۱۰ افغان پوځیان وژل شوي

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، پرون شپه د سلما بند په ساتندویه ځواکونو وسله والو طالبانو حمله کړې او لس افغان پوځیان یې وژلي دي.

د هرات د چشت شریف ولسوال فرهاد خادمي ازادي راډیو ته نن په ټلیفون د افغان پوځیانو وژل کېدل تائید کړل او ویې ویل چې یو پوځي ژوبل دی او په ځوابي ډزو کې څلور طالبان هم وژل شوي دي.

په چشت شریف ولسوالۍ کې د سلما بند د ساتندویه ځواکونو او وسله والو طالبانو نښتې شاوخوا دوه ساعته دوام کړی و.

د هرات د امنیه قومانداني ویاند عبدالاحد ولیزاده ازادي راډیو ته وویل چې یو شمېر نور ځواکونه د پېښې سیمې ته لیږل شوي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgnn9qwak9tw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته