دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۱۹
د مطلب کود : 150384
د هرات شیندند ۵ ولسوالی باندی وویشل سو
د شیندند ولسوالی ویښنی طرحه نهایی سو او تیره ورځ د شیندند، زیر کوه، کوه زور، زاول او پشت کوه نوی ولسوالان معرفی کړل سو.

 

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د ریاست جمهوری عالی مقام هدایت په اساس، د یو کال راهیسی د شیندند ولسوالی ویښ ترلاس لاندی ونیول سو چی ددی طرحی په اساس، د شیندند ولسوالی ترڅنګ، د زیر کوه، پشت کوه، زاول او کوه زر ولسوالیانی هم منځته راغلی.

محمد آصف رحیمی د هرات والی د نوی ولسوالانو سره په لیدنه کی، د شیندند پخوانۍ ولسوال حکمت الله حکمت څخه ستاینه وکړه چی د کوه زر ولسوال په حیث مقرر سوی دی. هغه په عینی حال کی د ولسوالانو ترمنځ د هماهنګی سطحی پراختیا باندی د امنیت تامین لپاره ټینګار وکړ.

د نویو تعییناتو په اساس، شکرالله شاکر د شیندند ولسوال په حیث، عبدالغنی نورزی د زیر کوه ولسوال په حیث، عبدالعلی فقیریار د پشت کوه ولسوال په حیث، محمد سعید د زاول ولسوال په حیث او حکمت الله حکمت د کوه زور ولسوال په حیث معرفی سو.

https://avapress.com/vdcg7z9qtak9nw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته