د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
د پنجشنبې په ورځ سیمه ییزو سرچینو د سنګین ولسوالۍ د سقوط خبر تائید کړ؛ خو ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری دغه خبر ناسم ګڼي او دا د دښمن د تبلیغاتي جګړې یوه برخه بولي.
پوځي کارپوه زلمی وردګ د دولت او نړیوالو قدرتونو پیچلې لوبه د ولسوالیو د سقوط او لاس په لاس کیدو عامل بولي، چې په وینا یې د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره یې کوي.
هغه زیاتوي، روانه لوبه نړیوالو په سیمه کې د خپل شتون لپاره روانه ساتلې ده.
سیاسي شنونکی احمد سعیدي وایي، چې حکومت له سقوط مخکې سنګین ولسوالي اکمال کړې وه.
هغه زیاته وي؛ زما په اند دا د دښمن د وسلوال ساتلو یو نوې بڼه ده.
کابل ښاریان هم د ولسوالیو سقوط یوه معامله ګڼي او وایي، حکومت خپله وسلوالو ته وسلې او تجهیزات ورسپاري.
دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې په شپه د تخار د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ هم د څو ساعتونو لپاره د طالبانو لاسونو ته ولویده؛ خو دولتي ځواکونو بېرته پر شا وتمبول.