په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو د ځانګړو عملیاتو ګډې قوماندانۍ، د تروریستي ډلو ضد تبلیغاتي پاڼو د خپرولو له امله، چې په کې د دیني حساسیت پاروونکي محتویات شامل وو، د افغانستان له خلکو بخښنه غوښتې ده.
د صدای افغان خبری آژانس، تیره ورځ امریکايي ځواکونو په پروان ولایت کې د هوا له لارې یو شمیر تبلیغاتي پاڼې وغورځولې، چې محتوا یې دیني مقدساتو ته سپکاوی بلل شوی.
د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو ویلي، چې دغه کار په غلطۍ کې ترسره شوی او له تکرار څخه به یې په راتلونکې کې ډډه وشي.
د بهرنیو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو قوماندان تورنجنرال جیمز لینډر په یو بیان کې ویلي "زه په صادقانه توګه بخښنه غواړم. موږ د اسلام مقدس دین او خپلو مسلمانو ملګرو ته د نړۍ په ګوټ ګوټ درناوی لرو. دغې غلطۍ ته هیڅکله د عذر دلیل نشته. زه به پر خپلو کړنلارو بیا کتنه وکړم ترڅو د دغې پیښی دلیل معلوم او مسئولو کسانو ته مجازات ورکړل شي. همدارنګه، زه به لازم بدلونونه راولم تر څو داسې یوه کړنه هیڅکله بیا تر سره نشی".
د پروان ولایت سیمهییز حکومت د دغو تبلیغاتي پاڼو په خپرولو کلک غبرګون ښودلی دی.