دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۲۱
د مطلب کود : 153480
چارواکې: ارزګان کې د یوه قوماندان په ګډون ۹ وسله وال وژل شوي

د ارزګان سیمه ییز چارواکې وايي، د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې تېره ورځ ماذيګر د هوايي بریدونو پرمهال د يوه قوماندان په ګډون ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او دري نور ټپيان دي.

د ارزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ امنیه قوماندان اخترمحمد نن سې شنبه د ۱۳۹۶ کال د لړم په ۳۰ مه ازادي راډيو ته وویل چې دغو وسله والو طالبانو تېره ورځ پلان درلود چې پر یوې امنیتي پوستې بریدونه وکړي چې مخکې له مخکې افغان هوايي ځواک په نښه کړل.

نوموړی وايي چې په یاده ولسوالۍ کې اوس امنیتي وضعيت ښه شوی دی.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7w9qzak9nt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته