دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۰۲
د مطلب کود : 107382
افغان محصلان د ملي وحدت د دولت په خرچې سره په پاکستان کې زده کړې کوي.
افغان محصلان د ملي وحدت د دولت په خرچې سره په پاکستان کې زده کړې کوي.
د افغانستان د ملي وحدت حکومت له پاکستان سره د اړیکو دښه کولو لپاره دغه هیواد ته د زده کړې لپاره د پوځي ځوانانو له استولو وروسته په یو نوي اقدام کې د کابل په خرچه په پاکستان کې د افغان محصلانو د زده کړې لپاره یوه موافقه لاسلیک کړې ده .
دغه موافقه په پاکستان کې د افغانستان سفیر جانان موسی زی د لاهور د منیجمنټ ساینس د پوهنتون له مقاماتو سره لاسلیک کړې ده .
ویل کیږي چې په پاکستان کې د افغان محصلانو زده کړه د دغه هیواد په اړیکو کې د ښه والي یوه بله نښه ده .
جانان موسی زي وویل چې اشرف غني په نورو برخو کې هم له پاکستان سره د اړیکو پراخول غواړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcg7u9qxak9zw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته