دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۴
د مطلب کود : 144589
د تروریزم ملاتړ کوونکی سره د تروریزم په وړاندی یو موټی کیدنه
د افغانستان ولسمشر او د پاکستان لمړۍ وزیر د شانګهای ناستو ترڅنګ په کتنو کی توافق وکړ چی دواړه هیوادونه د تروریستی شبکو دمنځه وړنی په خاطر، مشترک کاری ډلی رامنځته کړی.
په دی کتنه کی ښاغلی غنی وویل: د تروریستی بریدونو ډیریدل بالخصوص په رمضان میاشت کی او د شهدا وو د جنازی په مراسمو کی، د قبول وړ نه دی. هغه د اافغانستان بی ګناه خلګو په وړاندی د خشونت او تاوتریخوالی کمولو اړتیا باندی ټینګار وکړ.
ولسمشر غنی زیاته کړه: باید افغانستان او پاکستان یو د بل سره لاس یو کړی ترڅو تروریستی شبکی، پناه ګاوی او همدارنګه د تمویل سرچینی له منځه یوسی.
ددواړو هیوادونو سران توافق وکړ چی د تروریزم د ټولو اشکالو سره مبارزی آمرکی خپل هڅی ډیری کړی.
هغوی همدارنګه توافق وکړ چی د څلور اړخیزه هماهنګی ډلی ناستی مکانیزم او دوه اړخیزه کتنو څخه د تروریستی ډلو په وړاندی مشخص اقداماتو په خاطر او ترسره سوی اقداماتو لپاره وارزوی او تایید کړی.
کارپوهان ددی دوو ګاونډیانو تازه توافق ته د تروریزم سره مشترک مبارزی لپاره، په افغانستان کی د سولی او ثبات رامنځته کولو لپاره ژور شک او تردید لری.
دا شک د افغانستان صداقت او قاطعیت په اړه شتون نه لری، کابل د ډیرو پخوا کلونو څخه آماده وو چی د اسلام آباد سره یوځای د رتروریزم او ناامنیو سره مبارزه وکړی اوپه دی لړ کی ډیر درانه زیانونه یی هم لیدلی دی؛ خو پاکستان سربیره پردی چی ډیر وعدی یی هم ورکړی دی او رسمی تفاهم نامی امضا کړی دی، مستقیم موضع ګیری چی مطرح کړی دی، هیڅ وخت په افغانستان او نورو سیمو کی د ځان ګټو لپاره، د تروریستی ډلو ملاتړ څخه لاس نه دی اخیستی.
دا شکاره کوی چی د تروریزم سره مبارزی او امنیت تامین او په سیمه کی د سولی رامنځته کولو په برخه کی د افغانستان او پاکستان پیمانونه، هیڅ وخت د هغه پیمانونو څخه قوی او مستحکمه نه دی چی اسلام آباد د بین المللی تروریستی سازمانونو سره لری.
پاکستان تراوسه هم خپل ګټی د تروریزم په خپورولو کی وینی او هڅه کوی چی د جنګ او ناامنیو په رامنځته کولو سره په افغانستان کی، د خپل هیواد اقتدار او استقلال او پرمختګ مانع وګرځی.
پاکستان همدارنګه ددی څخه بیره لری چی یو امن افغانستان، د هند پرقدرته کیدلو لامل کیږی او په دی ترتیب، د اسلام آباد سلطه او نفوذ به کم سی.
په واضح بیان سره، پاکستان دا بیره لری چی افغانستان د خپلو استراتژیک لپاره له لاسه ورنه کړی.
په افغانستان کی د پاکستان مطلوب سیاسی رژیم، د طالبانو رژیم یا هغه ته ورته سیستم دی چی ټوله د هغه هیواد جاسوسی دستګاوو په اختیار کی وی او د پاکستان ګټی د افغانستان خلګو ملی ګټو باندی مقدم وبولی.
تراوسه هم پاکستانی استراتژیستان پر افغانستان باندی د طالبانو پنخه کلنۍ سلطه، د دواړو هیوادونو طلایی دوران په حیث ورته ګوری او په دی باور لری چی د تروریزم څخه په ملاتړ سره کولای سی یو ځل بیا هغه راژوندی کړی.
په دی حساب، هیڅ باور شتون نه لری چی د اشرف غنی دا هڅی د تروریزم د منځه وړلو او سوله منځته راوړلو لپاره او په افغانستان کی د سولی او ثبات منځته راوړلو لپاره، مثبت نتیجی ته ورسیږی.
په دی منځ کی د صاحب نظرانو په باور، ناهیله کوونکی موضوع دادی چی کابل سربیره پردی چی په دی لاره کی ډیر ماتی خوړلی دی، د اسلام آباد ملاتړ او رضایت جلبولو څخه هیڅ لاره نه دی اتخاذ کړی او د پاکستان ملاتړ لاندی تروریستی بریدونو په سلهاوو تنو تلفاتوسره، همدارنګه هڅه کوی چی د پاکستان سره د ملګرتیا او آشتی لاره پیدا کړی.
دا هڅی تر څو چی د خارجی قدرتونو لکه آمریکا صادقانه او حقیقی ملاتړ سره یوځای نه سی، نه سی کیدلای چی کوم نتیجی ته ورسیږی. امریکا تراوسه هم پر پاکستان باندی فشار راوړلو څخه امتناع کوی او د کابل هیلی په دی برخه کی بی ځوابه پریښی دی.
په دی شرایطو کی پاکستان هیڅ وخت ځاان د افغانستان سره پیمان او تفاهم باندی مجبور نه وینی او په آسانی هغه نادیده نیسی او نقضوی.
https://avapress.com/vdcg7t9qyak9tn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته