دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 154489
١١ کلنه مینه ١١ کاله په زندان کې

مینه ١١ کاله کیږي چې د خپلې مور سره د ننگرهار په زندان کې ژوند کوي. هغه هغه وخت په زندان کې زیږیدلې چې مور، پلار او ورور یې بندیان وو.

مینې د امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې "پلار مې خلک ووژل او د مور، وروڼو او کاکا سره مې یوځای بندیان شول. پلار او کاکا مې په زندان کې مړه شول. مور مې اوس هم په زندان کې ژوندۍ ده".

محکمې د مینې پلار، ورور او کاکا د ٢٧ تنو په وژنه په اعدام محکوم کړي وو، خو د مینې مور شیرین گل په دې خاطر چې حامله وه له اعدام بچ شوه.

سترې هیلې

مینه چې د زیږد له ورځې په زندان کې ژوند کړی وایي سترې هیلې لري "ستره هیله مې داده چې له مور سره بهر لاړه شم او وروڼه او خویندې مې ووینم".

مینه په زندان کې له تعلیم نه ده محرمه کړای شوې، هغه د جلال آباد د زندان په تعلیمي مرکز کې درس وایي او د نورو ماشومانو سره یوځای چې له خپلو میندو سره په زندان کې شپې ورځې تیروي، لوبې او ساعتیري کوي.

کوچنۍ مینه وایي، د خپل ژوند په ټوله موده کې یې تل د وحشت او غم ډکې کیسې اوریدلي دي.

د امریکا غږ سره د خبرو پر وخت مینې په پرله پسې توگه یوه خبره تکراولو او هغه دا چې غواړي له زندان نه آزاده شي او خپلې هیلې ولټوي "غواړم د مور سره کورته لاړه شم، درس ووایم او ډاکتره شم".

که څه هم چې مینې خپل ټول عمر په زندان کې تیر کړی، خو له قانوني لحاطه هغه مجبوره نه ده چې په زندان کې پاته شي، خو مور یې یواځنۍ دلیل دی چې هغه په زندان کې پاته ده.

د مینې مور شیرین گل، په دې اړه چې ولې نه غواړي لور یې له زندان نه ووځي وایي چې "دمخه تر دې چې ما له لور نه جلا کړي، جمهور رئیس اشرف غني باید ما په دار وځړوي په دې خاطر چې زما ژوند پر هغې پورې تړلی دی. د هغې پرته حتی یوه گړی هم ژوند نه شم کولای".

شیرین گله وایي دوه زامن یې ژوندي دي، خو په دې موده کې چې زنداني ده، هغوی هیڅکله هم د مور او کوچنۍ خور لیدو ته نه دي راغلي.

مینه د هغه جرم په خاطر چې هیڅکله یې نه دی کړی په زندان کې اوسيږي او راتلونکې یې هم ناڅرگنده ده چې سرنوښت به یې چیرته بیایي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7t9qyak9nt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته