دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۱۷
د مطلب کود : 151086
واشنګټن ایګزامینر: ۱۶ کاله تېر شول خو امریکا لا د افغانستان په جنګ ښکېل ده

اسیا پسفیک خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکو او پر پاکستان د متحده ایالاتو د وروستیو فشارونو موضوع ته کتنه کړې ده.

اسیا پسفیک لیکي، د امریکا متحده ایالات له پاکستانه غواړي چې له ترورېزم سره د مبارزې په مسئله کې له افغانستان سره همکاري وکړي، خو د خپرونې په باور، دا کار به اسانه نه وي.

اسیا پسفیک خپرونه زیاتوي، له کابل څخه په خپله وروستۍ کتنه کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه خپله ټوله هڅه وکړه چې افغان مشران قانع کړي چې پاکستان ورسره همکاري کوي.

د مقالې د لیکوال په خبره، جنرال باجوه له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې پیشنهاد وکړ چې هېواد يې د افغان ځواکونو روزنې او تجهیزولو ته چمتو دی او اسلام اباد به له ترورېزم سره په مبارزه کې له کابل سره هر ډول همکاري وکړي.

خو د خپرونې په وینا، له دیپلوماټیکو خبرو اخوا بیا د وضعیت د بدلون په اړه ډېرې کمې نښې نښانې ترسترګو کېږي.

اسیا پسفیک وړاندې لیکلي، اکثره افغان سیاستوال او د سیاسي چارو کتونکي په دې باور دي چې د جنرال باجوه ژمنې د پاکستان له خوا د افغان حکومت د تېر ویستلو یوه بله هڅه ده.

دا سیاستوال او کتونکي استدلال کوي چې د پاکستان د پوځ مشر له یوې خوا له افغانستان سره د همکارۍ تعهد کوي، خو بل لور ته د دې هېواد پوځ په پټه د افغان حکومت ضد وسله والو ملاتړ کوي.

اسیا پسفیک بیا د هغو افغان کتونکو نظرونه هم راخېستي چې فکر کوي، د افغانستان په اړه د پاکستان د پوځي مشرتابه تګلاره بدله شوې ده .

دا کتونکي په دې باور دي چې پر پاکستان د امریکا د ستراتیژۍ په چوکاټ کې نويو فشارونو اسلام اباد اړ کړی چې د افغانستان په اړه خپل فکر او دریځ بدل کړي.

دوی په دې برخه کې کابل ته د جنرال باجوه وروستی سفر د هغو ژمنو او له ولسمشر غني سره د هغه د یو په یو کتنې ته چې افغان حکومت مثبته او ګټوره بللې ده، اشاره کوي.

واشنګټن ایګزامینر:

واشنګټن ایګزامینر بیا د روانې اکټوبر میاشتې په ۷ مه په افغانستان کې د امریکا د جګړې د ۱۶ کلونو د پوره کېدو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼه لیکي، ۱۶ کاله مخکې د اکټوبر په ۷ مه د امریکا د هغه مهال ولسمشر جورج ډبلیو بوش په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ او د القاعده شبکې پر ضد د هوايي بریدونو پیل اعلان کړ.

واشنګټن ایګزامینر لیکي، ۱۶ کاله تېر شول، خو لا هم امریکايي ځواکونه د افغانستان په جګړه کې ښکېل دي او د دې جنګ د پای ته رسېدو نښې نښانې نه ښکاره کېږي.

امریکا په ۲۰۰۱ میلادي کال کې پر نیویارک او واشنګټن د القاعده شبکې له خوا د سپټمبر ۱۱ مې له ترورېستي بریدونو وروسته چې شااوخوا ۳ زره کسان په کې ووژل شول، د اکټوبر په ۷ مه پر افغانستان حمله وکړه.

له جورج بوش وروسته د امریکا بل ولسمشر بارک اوباما چې له افغانستانه يې د ټولو امریکايې سرتېرو د ایستلو ژمنه کړې وه، تېر میلادي کال تایید کړه چې دا به د ده د ځای ناستي کار وي چې په افغانستان کې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7q9q3ak9nz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته