دخپریدو نیټه :شنبه ۳ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۲۸
د مطلب کود : 145281
د افغاستان او پاکستان لپاره د د امریکا ځانګړي استازي دفتر د تړلو په اړه راپورونه

د راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت غواړي د افغانستان او پاکستان لپاره د ځانګړي استازي څوکی له منځه یوسي.

د امریکایي یو رسني وال سټریټ ژورنال د امریکایي چارواکو له حوال لیکلي، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم له کاره لرې کېږي او په پام کې ده چې د هغه مسئولیتونه د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او منځنۍ اسیا د چارو دفتر ته وسپارل شي.

تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په سمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې واشنګټن او کابل د دواړو هېوادونو ترمنځ د نویو سیاسي او امنیتي همکاریو پر چوکاټ غور کوي او په دې اړه د دواړو هېوادونو چارواکو ترمنځ بحث او خبرې روانې دي.

د ملي امنیت شورا دفتر تیره اونی وویل، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر تیره مازدیګر د ویډیو کنفرانس له لارې د امریکا متحده ایالاتو دملي امنیت سلاکار ښاغلي جنرال مک ماسټر سره د افغانستان او سیمې پر امنیتي او سیاسي حالت خبرې وکړې.

د خبرپاڼې پر بنسټ، د خبرو پر مهال دواړو لورو د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو دنویو سیاسي او امنیتي همکاریو پر چوکاټ هم خبرې وکړې، د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار وویل، چې د نوي همکاریو پر چوکاټ د خبرو لړۍ به دوام پیدا کوي، ترڅو د امریکا متحده ایالات وکولای شي د افغانستان د امنیت او ثبات په برخه کې د لازمو همکاریو لړۍ پراخه کړي.

د ملي امنیت شورا دفتر وایي، د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار ښاغلي مک ماسټر په خپلو خبرو کې وویل، چې د امریکا متحده ایالات د امنیت، ښې حکومتدارۍ، اداري فساد سره د مبارزې، سولې او د اقتصادي ودې په برخه کې د افغان دولت له هلو ځلو او پالیسیو څخه ملاتړ کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7n9qqak9tx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته