توصيه مطلب
۰
 
کندهار کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ سخته نښته شوې
تاریخ انتشار : شنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۴۳

د کندهار ځایي چارواکو ویلی د دغه ولایت په غورک ولسوالۍ کې تیره شپه د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ سخته نښته شوې ده.

سرچینو ویلي دا نښته تیره شپه (جمعه د مرغومې دوه ویشتمه) لس بجې پيل شوې او د سهار تر پنځو بجو یې دوام درلود.

د کندهار د پولیسو مطبوعاتي دفتر ویلي، چي جګړه د غورک ولسوالۍ په مرکز او چنار سیمه کې د ملي اردو او پولیسو پر ګډو پوستو شوې ده.

په دې پيښه کې څوارلس وسله وال وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د معلوماتو له مخې په برید کي پنځه امنيتي سرتېري، چي درې يې پولیس او دوه يېد ملي اردو سرتیريدي هم وژل شوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي وي.

کندهار د هیواد په سویل کې له هغو ولایتونو څخه دی چې د ورته پيښو زیات راپورونه ترې په رسنیو کې خپریږي.

Share/Save/Bookmark
د مطلب کود: 156289
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)