دخپریدو نیټه :شنبه ۱ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۵۷
د مطلب کود : 68618
د نورستان لپاره د طالبانو نومول شوی والي سره له درېیو ملګرو وژل شوي دي
دنورستان چارواکي وایی چې د دې ولایت لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی والي او د هغه څوتنه ملګري وژل شویدي.
د نورستان د والي ویاند ظاهر بهاند ازادۍ راډيو ته وویل چې؛ ملا دوست محمد او درې نور وسله وال طالبان تیره شپه د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د بې پلیوټه امریکایۍ الوتکې په برید کې وژل شوي دي.

ښاغلي بهاند وايي، چې ایساف ځواکونو هم په یوه خپره کړې اعلامیه کې د نورستان لپاره د طالبانو د نومول شوي والي ملا دوست محمد وژنه تایید کړې ده.
خو وسله والو طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7393.ak97q4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته