دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۲۹
د مطلب کود : 100361
"د داعش او پاکستاني طالبانو اتحاد به قبايلي سيمو او افغانستان ته ګواښ رامنځته کړي"

دپاکستان د سياسي او دفاعي چارو ځينې کتونکي د داعش له وسله والې ډلې سره د پاکستانيو طالبانو د ملاتړ په اړه اندېښنه ښيي او وايي، چې دا ملاتړ و اتحاد به د پاکستان امنيتي ادارې او حکومت له يو شمېر ننګونو سره مخ کړي؛ په پاکستان کې به ترورېستي پېښې ډېرې شي او دا هېواد به يو ځل بيا پخواني حالت ته ستون شي.
دوى همداراز په اند دي، چې د داعش او پاکستانيو طالبانو ملاتړ به نه يواځې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه پر قبايلي سيمو، بلکې پر افغانستان هم ناوړې اغيزې وښندي.
دوى دا څرګندونې په داسې حال کې کوي؛ چې پاکستاني طالبانو تېره اوونۍ له خپلو پلویانو وغوښتل چې؛ په منځني ختیځ کې له هغه کمپاین سره مرسته وکړي چې؛ غواړي اسلامي خلافت رامنځته کړي.
په همدې ډول د پاکستاني طالبانو عمومي وياند شاهد الله شاهد د لوی اختر د مبارکي په پیغام کې داعش وسله والې ډلې ته په خطاب ویلي وو؛ چې موږ په تاسې ویاړو او ستاسې په غم او خوشحالی کې ځانونه شریک ګڼو.
د پاکستان د سياسي او دفاعي چارو ځينې څارونکي د پاکستانيو طالبانو د دې اعلان په اړه وايي، چې دا به نه يواځې د پاکستان حکومت او امنيتي ارګانونه له ګڼ شمېر چيلنجونو سره مخ کړي، بلکې پر افغانستان به هم ناوړه اغېز ولري.
د سياسي او روانو چارو کارپوه عقيل يوسفزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل؛ چې د داعش او پاکستانيو طالبانو اجنډا يوه ده او که چيرې د دوى اتحاد وشو؛ نو دا به د پاکستان لپاره ستر ګواښ وي:
"داعش و تحريک طالبان پاکستان چې دي دا بنيادي طور له، د هغوى چې د ګلوبل (نړېوال) جهاد کومه اجنډا ده؛ دا د هغې علمبردار دي. چونکې دوى د دغې نظريې پلويان دي او دوى دلته  کې دوى د تنظيمي يا فکري Crisis (بحران) سره مخامخ دي او داعش چې دي هغوى خليج علاقې په سر باندې رااخيستي دي او پر دوى باندې نړېوال فوکس هم دى. نو د هغوى  هغه کارويانې يا د هغوى هغه افکار يا د هغوى کم رد عمل چې دى چې هغه د دوى په تنظيمي فکر باندې اثر انداز کېږي او د دې امکان و، چې دوى دواړه [پاکستاني طالبان او داعش] به يو نه يو ځاى کې لاسونه سره ورکوي.
که چيرې داسې وشوه، نو دا به د پاکستان د رياستي ادارو، خاصکر د سيکيورټي ادارو په مشکلاتو کې بۀ ډېره زياته اضافه وشي. لبرل، ډيموکريټک او نېشنلېشت قوتونو په مشکلاتو کې به بيا اضافه وشي او ددې په نتيجه کې به پاکستان بيا هغه حالت ته لاړ شي، لکه څنګه چې په ٢٠٠٨ او ٢٠٠٩ کې و."
پاکستانيو طالبانو په داسې حال کې د داعش وسله والې ډلې ملاتړ اعلان کړى، چې پاکستانيو ځواکونو د روان کال د جون له ١٥مې نېټې راهيسې په شمالي وزيرستان کې_چې د وسله والو پاکستاني طالبانو تر ټولو خوندي مرکز ګڼل کېږي، پراخ پوځي عمليات پيل کړي، چې ننيجه کې يې د سلګونو کورنيو او بهرنيو وسله والو د وژلو او ددې سيمې ٨٠% سلنه برخه له ترهګرو د پاکولو ادعا کوي.
خو عقيل يوسفزى بيا وايي، چې که چيرې د پاکستانيو طالبانو او داعش ترمنځ اتحاد رامنځته شي، نو دا به نه يواځې قبايلي سيمې يو ځل بيا د ترهګرو پر خوندي ځايونو واړوي، بلکې د پولې پورې غاړه افغان خاوره هم ناامنه کړي:
"د حملو په شدت کې بۀ اضافه راشي، ځکه چې دا يو انټرنېشنل Phenomena [پديده] جوړه شوې ده، پاکستاني طالبانو ته، خاصکر چې په قبايلي سيمو او خيبر پښتونخوا کې فعاليت کوونکي طالبان دي، نو دوى ته به يو نوى پليټ فارم ورته ميلاو شو، يوه نوې جذبه او مينه هم ورته ميلاو شوه.
په دې کې خو  دويمه خبره شته نه، چې که چيرې دوى يو بل ته لاس ورکړي او دا نړېواله همکاري جوړه شي، نو د هغې په نتيجه کې به د پاکستاني فورسز او پاکستاني ولس حالاتو کې به نوره ابتري راشي او خاصکر چې فاټا [قبايلي سيمې] اوس هم د دې خلکو نه صفا نه ده، نو دا بلکل په دې کې دويمه خبره شته نه، چې که چيرې د دوى دواړو ترمنځ کورډېنيشن رامنځته شو او يو مېکانېزم جوړ شو، نو د هغې په نتيجه کې به دا پښتون Belt چې دى، نه صرف چې زموږ فاټا [قبآيلي سيمې]  او پښتونخوا به له دې نه متاثرې شي، بلکې ددې اثرات به  اخوا چې په افغانستان کې کوم پښتون Belt دى، په هغې بۀ هم ډېر په ژور انداز کې پرېوځي."
 داعش یا د عراق او شام د اسلامي دولت وسله والې ډلې شاوخوا پنځه میاشتې مخکې په عراق کې خپل فعالیت پیل کړ او د نړی له مسلمانانو یې وغوښتل چې؛ د دوی په وینا، د دوی د اسلامي خلافت ملاتړ وکړي.
که څه هم د پاکستانيو طالبانو مشر ملا فضل الله تېره اوونۍ د داعش د وسله والې ډلې د ملاتړ په اړه د خپل وياند څرګندونې رد کړې، خو عقيل يوسفزى وايي، چې ښايي دا د وسله والو پاکستاني طالبانو جنګي تکتيک وي او له دې لارې غواړي، چې د امنيتي ادارو پام له ځانه واړوي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcg3z9qqak9zw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته