دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۲۶
د مطلب کود : 149368
په کندهار کی د طالبانو یو ارزښتناکه مرکز باندی د خاصو ځواکونو برید
سیمه ایز چارواکی وایی، تیره شپه خاصو ځواکونو د طالبانو قوماندی یو لوی مرکز باندی د کندهار په ولایت کی برید وکړ.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د طالبانو قوماندی مرکز باندی برید کی شپږ تنه طالبان وژل سوی او ۹ تنه نور نیول سوی دی.

د جنرال رازق، د کندهار امنیه قوماندان په وینا، خاصو ځواکونو تیره شپه د ۱۰:۰۰ بجو په شاوخوا دطالبانو قوماندی مرکز باندی د شاه ولی کوت ولسوالی کجور سیمه کی برید کړی دی.

په دی برید کی اضافه پردی ۱۵ موتر سایکل، ۴ عراده موټران، مخابره لوی سیستم، ډیر اسلحی او چاودیدونکی توکی هم د ځواکونو لاسته ورغلی دی.

شاه ولی کوت د کندهار ولایت شمال په ۱۰۰ کیلومتری کی پروت دی چی د زابل او ارزګان ناامنه سیمو سره هم سرحده دی. همدارنګه د کندهار او ارزګان لویه لاره د همدی ولسوالی څخه تیریږی.

طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.

 

https://avapress.com/vdcg3y9q7ak9tw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته