دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 137064
په بند محکوم شوی کس د نهرین ولسوالۍ د پوهنې مدیر شو
د بغلان ولایتي شورا وايي د دې په ځای چې شاه ناصر زندان ته لاړ شي، خو بیا ځلې په مهمه دنده ګمارل شوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې :هغه کس چې د سمنګانو ولایت د ابتدايي محکمې لخوا په یو کال زندان محکوم شوی، د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ د پوهنې د مدیر په توګه دنده ترسره کوي.

رسیدلي اسناد ښیې چې د سمنګانو ولایت د پوهنې ریاست د تدارکاتو پخوانی مدیر شاه ناصر د دې ولایت د ابتدایه محکمې لخوا له خپلو وظیفه وي صلاحیتونو د ناوړه کار اخیستو په جرم په یوه کال زندان محکوم شوی دی.

که څه هم چې د سمنګانو ولایت څارنوالۍ وايي چې دا موضوع یې په یوه مکتوب کې د بغلان د پوهنې ریاست ته استولې ده، خو د بغلان د پوهنې ریاست چارواکي له دې موضوع وروسته خبر شول.

د بغلان ولایت د پوهنې ریاست سرپرست، خلیل الرحمن سرپرست څرګندوي:‎«موږ مخکې له دې مالومات نه درلودل او اوس خبر شوو او دنده یې وځنډول شوه خو له لویې څارنوالۍ موږ ته مکتوب رسېدلی دی چې دا کس باید خپلې دندې ته دوام ورکړي.»

بلخوا د بغلان ولایت څارنوالۍ وايي چې د پوهنې ریاست باید په دې اړه ځواب ووايي.

د بغلان ولایت د استیناف محکمې د څېړنو مدیر، حفیظ الله خالقیار څرګندوي:«موږ ته باید د همغه ولایت څارنوالي خبر راکړي، خو دا کار ونشو. د محکمې له حکمه وروسته دا کس نشي کولی چې خپله دنده مخې ته یوسي.»

د بغلان ولایتي شورا وايي د دې په ځای چې شاه ناصر زندان ته لاړ شي، خو بیا ځلې په مهمه دنده ګمارل شوی دی.

په همدې حال کې د بغلان د مدني ټولنې فعالان وايي چې د تورن کس هغه هم په مهم پوست کې مقرریدل پوښتنه راپارونکې موضوع ده.

د بغلان د ولایتي شورا غړي او د مدني ټولنې فعالان د دې ولایت د پوهنې له ریاسته غواړي څو شاه ناصر ډېر ژر زندان ته واستوي دوې وايي که چیرې د پوهنې ریاست په دې برخه کې ناغیړي وکړي نو خلک به په خپله اقدام وکړي.
https://avapress.com/vdcg3u9qtak9wz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته