دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۶:۵۴
د مطلب کود : 137965
ځوانان کار او ډوډۍ غواړی نه نوم او تشریفات!
د افغانستان اسلامی جمهوری کابینه د ۱۳۹۶ کال د ځوانانو د کار په عنوان اعلان کړ او همدارنګه د کار وزارت ته امر وکړ چی د عقرب دمیاشتی یو اوونۍ په راتلونکی کال کی د داخلی صنایع او سرمایه ګذاری په نوم په تقویم کی درج کړی.
د رسنیو په ګزارش، د ۱۳۹۶ کال د تقویم طرحه د کار وزیر، اجتماعی چارو وزیر، شهیدانو او معلولیانو وزیر د کابینی جلسی ته ارایه کړ چی دا طرحه د جیودیزی او کارتوګرافی د اداری په مرسته ترتیب سوی او په هغه کی عمومی رخصتی، ملی او مذهبی ورځی، او تاریخی او بین المللی ورځی په نظر کی نیول سوی دی.
دا رسم دی چی ډیر هیوادونه ددی کار څخه نمایش او ښه راغلاست کوی او کلونه او میاشتی او اوونۍ په تقویم کی په عناوینو او مختاړۍ او وروستاړۍ سره یوځای کوی. خو د توجه وړ نکته دادی چی د نورو هیوادونو کابینی هغه وخت چی فصل او یا اوونی او یا میاشتو کی یو پدیده په نظر کی نیسی او نوم پر ایږدی، دا نیک عمل په عملی او رفتاری پشتوانی سره په صداقت او په مسئولیت سره ترسره کوی او په هیڅ عنوان سره د خپل خلګو او یا یو ډلی د عمومی افکارو د چل او فریب ته کوم کار نه کوی.
د مثال په ډول په یو هیواد کی مسئول او متعهد د خپل خلګو په وړاندی، یو کال یا هم یو فصل د ( د هڅی او سازندګی د کال او یا فصل ) په نوم نوموی او په دی کال او یا فصل کی، ټوله خلګ د رییس جمهور څخه نیولی تر عامه خدماتو کارګرانو پوری، د خپل هیواد د بیاجوړونی لپاره سخت او شپی او ورځی هڅه کوی.
د هغه هیواد کابینه چی دا کال او یا فصل انتخابوی، په لومړۍ قدم کی هڅه د ټولو لپاره واجب بولی او په حقیقت کی خپله هم هڅی کوی؛ چی خپله یو نمونه د خلګو لپاره وی چی د خپل دولت څخه د صادقانه کار او خدمتګذاری هیله لری او خلګ هم د خپل مملکت مسئولانو رفتار او وینا او صداقت ته په کتو سره، په لوړ اشتیا او هڅی سره د خپل هیواد په بیا جوړونی او یا سازندګۍ باندی مصروف کیږی.
د کار اصول همدا دی چی هغه وخت چی سران او دولتمردان، د کار او هڅی هیله دخلګو څخه لری، خپله باید لومړی قدم کی د کار او هڅی په لړ کی قرار ولری که نه نو دهغه حکایت به داسی وی چی هر وخت نورو ته پند او نصیحت کوی او خپله په هغه څه باندی عمل نه کوی چی وایی! واضح خبره دی چی خلګ هم دداسی دولتمردانو لپاره چی هڅی او صداقت او د خپل ځان څخه تیریدنه نه لری، لږ توجه هم نه کوی او دداسی فیصلو او فرمانو او نوم ایښیدنی ته کوم وخت نه ورکوی او کوم ارزښ هم نه ورکوی.
د افغانستان سران په ښه توګه پوهیږی چی اساسی او اصولی مشکل ددی هیواد او خلګو دا، پراخ ناامنی دی چی هر ورځ تر نوری ورځی ډیریږی؛ تردی ځایه پوری چی حال او هیله د ژوند لپاره او د راتلونکی لپاره بقا او هڅه د هغوی څخه اخیستی دی.
داسی خلګ د افغانستان د خلګو په شان، په لومړي قدم کی د خپل دولتمردانو څخه هیله لری چی خپل ټول هڅی او مادی او معنوی امکاناتو څخه ګټه واخلی او دی هیواد ته سراسری امنیت او ثبات راوګرځوی. ټوله پوهیږی چی مشکل د امنیت او ثبات مشکل دی او تر څو چی دا مشکل په اساسی ډول حل او فصل نه سی، هیڅ کار به په دی هیواد کی ثمر ته ونه رسیږی.
نوم او نوم ایښودنه د کلونو او فصلونو او میاشتو او اوونیو د بیلابیلو پدیدو لپاره په افغانستان کی هغه وخت د ارزښت وړ دی چی په لومړۍ سر کی امنیت او ثبات په ټولو ولایاتو کی حاکم وی؛ تر څو د سولی او ثبات په رڼا کی، خلګ او مسئولان په ټول توان او انرژۍ سره، د بیا جوړونی لپاره هڅی وکړی.
داسی په نظر رسیږی چی محترم کابینه دی د ۱۳۹۶ کال د نوم ایښونی پرځای په لومړۍ سر کی، نوی کال د سولی او ثبات د هڅی په نامه په ټول افغانستان کی ونوموی او وروسته ددی په همدی نوم باندی بسنه ونه کړی او د امنیت او ثبات د رامنځته کولو لپاره بی وقفی هڅه وکړی او دمثال په ډول دا ژمۍ چی د داعش او نورو تروریستی ډلو د منځه وړلو لپاره مناسب چانس دی، موت او بی ځایه له لاسه ورنه کړی.
اوس که زموږ دولت او حکومت دا کار ترسره کړ او په بی ساري هڅو سره وتوانیدۍ چی د امنیت او ثبات د رامنځته کولو په برخه کی لاسته راوړنه ولری، د خلګو اعتماد او باور هم په اتومات ډول سره پر دولتمردانو باندی راګرځی او داخلی او خارجی سرمایه ګزاران هم په ډیر شوق سره په افغانستان کی سرمایه ګزاری کوی او دهغه په سایه کی، داخلی صنایع هم رشد کوی او په نتیجه کی د ځوانانو د بیکاری ګراف هم نزولی سیر به ونیسی او نور به ددی اړتیا نه وی چی محترم کابینه دی ځانته زحمت ورکړی چی کوم کال د ځوانانو د کار او یا داخلی صنایع د رشد کال یا په نورو نومونو باندی په تقویم باندی درج کړی.
https://avapress.com/vdcg3u9qnak9wy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته