د ملي دفاع وزارت چارواکي وایي ډیر ژر د هیواد په شمالي ولایتونو په ځانګړي توګه جوزجان او فاریاب کې د داعش جنګیالیو پر وړاندې چانیز عملیات پیلوي.
یاد وزارت وايي چې د داعش جنګیالیو په منځ کې تاجیکستاني، اوزبیکستاني، پاکستانی او د نورو هیوادونو ترهګر هم شامل دي.
درزاب او قوش تیپه ولسوالۍ په جوزجان کې له هغو ولسوالیو څخه دي چې داعش وسله وال پکې په بیسارې توګه زیات شوي او د داعش مرکزونه بلل کیږی.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري یک تلویزیون ته وویل درزاب او قوش تیپه ولسوالۍ کې به ډیر ژر د داعش د ځپلو لپاره عملیات پیلیږي او سیمي به ورڅخه پاکې شي.
بله خوا یو شمیر بهرنیو رسنیو راپور خپور کړی چې زیات شمیر بهرني داعش جنګیالي افغانستان ته تښتیدلي او د دغه هیواد په شمال کې یې مرکزونه جوړ کړي.
بله خوا افغان کمانډو ځواکونو په خپلو عملیات کې د کندز امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو تر ټولو اوږده تونلونه کشف او له منځه وړي.
د دغو تونلونو اوږدوالی حتی تر یو کیلومترو پورې هم رسیږي.
امنیتی چارواکي وایي د دې تونلونو په کشفولو سره به تر ډيره د طالبانو د بریدونو مخه ونیول شي.
طالبانو دغه تونلونه په ګنبد، قرغیز، جویبېګم، کنجک، قرغانتپه او نواباد کلیو کې جوړ کړي و.