دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۳۰
د مطلب کود : 118768
حکیمي: د تخار خواجه غار ولسوالۍ له وسله‌والو طالبانو پاکه شوه
د تخار ولایت امنیه قوماندان، نورمحمد حکیمي ازادي راډیو ته وویل چې د روانو تصفیوي عملیاتو په پایله کې دولتي ځواکونه وتوانېدل چې خواجه غار ولسوالۍ په بشپړه توګه تصفیه کړي او وسله‎وال طالبان د کندز دشت ارچي ولسوالۍ ته تښېدلې دي.

ښاغلي حکیمي په دې اړه وویل:

"په دې عملیاتو کې د خواجه غار ۱۲ لوی کلي د طالبانو له حضور څخه تصفیه او پاک شول همدارنګه موږ وتوانېدلو چې دولتي ځواکونه د کندز دشت ارچي ولسوالۍ سره وصل کړو، خو وسله‎والو طالبانو دشت ارچي په لور پښې سپکې کړي."

هغه زیاتوي چې وسله‌والو مخالفینو په ځانګړي توګه بهرنیو جنګیالیو د دغې ولسوالۍ په زردکمر سیمه کې یو پوځي مرکز درلود او هلته یې ماشومانو ته ترهګریزې زده کړې ورکولې.

هغه په دې اړه څرګنده کړه:

"د زردکمر په سیمه کې طالبانو کابو پنځه میاشتې یو نظامي مرکز درلود او هلته یې کم عمر لرونکو ماشومانو ته د چاودېدونکو توکو، ځان وژونکو بریدونو په اړه ترهګریزو بریدونو په اړه زده کړې ورکولې او ماشومان یې د دارالعلومو او دیني مدرسو څخه دلته راوستل، چې په دې مرکز کې موږ یو اندازه اسنادونه هم موندلي دي."

حکیمي زیاته کړه چې په دغه عملیات کې څلور تنه وسله‌وال وژل شوي او په لسګونه تنه‌ یې ټپیان شوي، همدارنګه دوه تنه امنیتي ځواکونه ټپیان شوي او یو تن وژل شوی دی.

په ورته وخت کې د تخار ولایت د ملي پولیسو یوه تن مسوول وویل چې د طالبانو له پوځي مرکز څخه یې یو اندازه اسنادونه هم ترلاسه کړي دي.

"په دې مرکز کې موږ یو اندازه وسله ترلاسه کړې چې ماشومانو ته یې د کارولو په اړه زدکړې ورکولې، څو هغوی ترهګریزو، ځان وژونکو بریدونو او د ماین خښونو ته چمتو شي همدارنګه دلته موږ د یوه تن پاکستاني وګړي تذکره او اسنادونه هم موندلي دي."

بلخوا د تخار د سیمه‌ییزو پولیسو یو شمېر کسان بیا وايي؛ که چېرې دولت دوی په ښه توګه اکمال او تجهیزي کړي نو طالبان به بیا ونه توانېږي چې دغې ولسوالۍ ته دننه شي.

د تخار له سیمه‎ییزو پولیسو څخه یو تن وویل:

"موږ پوره امکانات نه‎لرو همدارنګه د مهماتو له کمښت سره مخامخ یو او سمه اعاشه هم نه‎لرو همدارنګه یو اندازه ستونزو سره مخ یو، دولت باید زموږ ستونزې هوارې کړي، څو زموږ سرتېري په ښه مورال سره د دښمن پر وړاندې وجنګېږي."

د دې تر څنګ د خواجه غار ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي خوښي څرګندوي چې دولتي ځواکونو نوموړې ولسوالۍ په بشپړه توګه تصفیه کړه.

د خواجه غار د زردکمر سیمې یوتن اوسېدونکي، عبدالله ازادي راډیو ته داسې وویل:

"څه باندې ۶ میاشتې له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي وو او له ډېرو ناخوالو سره لاس او ګرېوان یو همدارنګه زموږ سیمه د جګړې ډګر وو، دلته زموږ کورونه سوځېدلي دي او په توپونو باندې ویجاړ شوي دي اوس له ډېرو ستونزو سره مخامخ یو، نو دولت باید له موږ سره مرسته وکړي."

د یادونې وړ ده چې افغان ځواکونه وتوانېدل خواجه غار ولسوالۍ په بشپړه توګه د وسله‎والو مخالفینو له فزیکي حضور څخه تصفیه کړي، خو د تخار درقد ولسوالۍ لاهم د وسله‎والو طالبانو په کنټرول کې ده.

تر اوسه وسله‎والو طالبانو په دې اړه څه نه‎دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcg379q7ak9qu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته