دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۲۷
د مطلب کود : 156865
د اردوغان خطرناک قمار
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) په ګزارش سره، سایمون تیسدال، د ګاردین ورځپاڼې تحلیلګر په عفرین کې د ترکیه اخیر عملیات ته په اشاره سره لیکلی دی: د ترکیه خودرای ولسمشر د سوری کردتبار ځواکونو په وړاندی قاطعانه بریالیتوب شرط بندی سره، روسیه، آمریکا او بشار اسد حکومت چالش ته بللی دی خو د هغه دا خطرناک قمار کولای شی ډیر خطرناک پایلی ولری. د سوریه آزاد ځواک او ترکیه ځواکونو لمړۍ تهاجم د یکشنبه په ورځ په داسی حال کې شروع شو چی د څو ورځو راهیسی هوایی بریدونه او هاوانونو بریدونه ددی هیواد له لوری ترسره کیده. په دی منځ کې سوریه کرد خلق ملاتړ ځواکونو شبه نظامیان اعلان کړی چی په عفرین کې نږدی ۱۰ زرو ته نږدی مبارز حتی یو اینچ هم نه دی ورکړی. هغوی د سوریه کردنشینه سیمو څخه دفاع او مقاومت په حال کې دی. په ۲۰۱۱ کال کې ددی وروسته چی سوریه جنګ شروع شو، اردوغان د غرب تصمیم سره د اسد سقوط لپاره یو ځای شو. هغه وخت چی داعش په عراق او سوریه کې ظهور وکړ، ترکیه د ناتو غړۍ په حیث خپل ماتې وړاندوینه وکړه. خو د ۲۰۱۵ کال څخه هغه وخت چی د ترکیه او کردستان کارګرانو ګوند د پ. ک.ک په نامه ډلې جنګ بندون مات شو، په عراق او سوریه کې د کردوانو تروریستی ګواښ رامنځته کیدنه یو لوی اردوغان ګواښ باندی بدل شو. اردوغان په ۲۰۱۶ کال کې د ماته خوړلی کودتا څخه د عمومی افکارو اقناع لپاره د کردتبار سیاسی ګوند ټکولو لپاره چی مشران یی په حاضر حال کې په بندیخانه کې دی، ګټه واخیسته. هغه همدارنګه د دوفاکتو او اسد ملاتړ کوونکو سره یعنی روسیه او ایران سره توافق امضا کړل او د هغوی برنامه د سوریه په اړه قبول کړه. په وړاندی یی هم هغوی د اردوغان لوی لمړنۍ تهاجم سره په سوریه کې، په ۲۰۱۶ کال کې رضایت وښوده. د اردوغان او هغه هملاری ناسیونالیستانو لپاره د کرد مستقل او خودمختار حکومت تاسیس د عراق شمال څخه نیولی د ترکیه غربی ولایتونو پوری او همدارنګه ددی هیواد جنوب ختیځ سیمو پوری یو لوی کابوس دی. ددی کابوس رامنځته کیدنی څخه مخنیوی ټول مسائل تر خپل شعاع لاندی نیسی. اوس یو ځل بیا اردوغان عمل ته وارد شوی دی. همدارنګه د اردوغان لپاره یو بل لوی مشکل د کردانو مساله نه پرته دادی چی هیڅ لوی قدرت ورڅخه ملاتړ نه کوی. څو ورځې مخکې هغه مجبور شوی دی چی ځینی چارواکې د روسیه رضایت جلبولو لپاره مسکو ته واستوی. په دی حال سره د روسیه خارجه وزارت د یکشنبه په ورځ د سوریه شمال کې د اخیرو بدلونونو په اړه اندیښنه وښوده. روسیه خپل ځمکنۍ ځواکونه د هر ډول عمدی او غیری عمدی نښتې څخه لیری پاته کیدو لپاره د جنګ ډګر څخه دباندی ایستلی دی. په دی حال سره تراوسه روسیه د عفرین هوایی حریم کنترول په لاس کې لری او کولای شی هر وخت چی وغواړی اقدام وکړی. په دی حال کې اسد د اردوغان څخه په قهر دی، خبرداری ورکړی دی چی که اردوغان وغواړی د سوریه تر ختیځ پوری، منبج لوری ته چی د کردانو تر کنترول لاندی یو بل اصلی سیمو څخه دی، مخته ولاړ شی نو نظامی ځواب ورکړی. ایران، اسد او روسیه ترجیح ورکوی چی د داعش له لوری سوریه شمالی سیمو کنترول پرځای یا نورو تروریستی ډلو پرځای، دا سیمی د کردانو له لوری کنترول شی. همدارنګه هغوی د توافق وروسته د خپل برنامو عملی کولو په هڅه کې دی او د اردوغان خودسرانه تګلاره کولای شی دا مساله د خطر سره مخامخ کړی. همدارنګه اردوغان د ترامپ دولت سره په دی مساله کې اختلاف پیدا کړی دی خو دا لمړۍ ځل نه دی. د خلق مدافع ځواکونو څخه د آمریکا ډډه کول د ملاتړ څخه چی د داعش په وړاندی متحد اغیزمنو ځواکونو څخه شمیرل کیږی، د آمریکا او ترکیه اړیکې د مشکلاتو سره مخ کړی دی. رکس تیلرسون، د آمریکا خارجه چارو وزیر څو ورځې مخکی د ترکیه په وړاندی سختو اظهاراتو سره د آمریکا نظامی حضور ډیریدو په وړاندی د سوریه کردتبار سیمو کې خبری کړی دی. آمریکا طرحه ددی لپاره چی مرزی امنیتی ځواکونو زده کړی ورکول لپاره چی د ۳۰ زرو تنو څخه جوړ شوی دی او سوریه دموکراتیک ځواکونه او سوریه آزاد ځواک پکښی شامل دی، داسی په نظر رسیږی چی اردوغان ډیر خراب وضعیت کې قرار ورکړی دی. وروسته تیلرسون په دی اړه اعلان کړه چی د واشنګتن نیت سم نه دی درک شوی او یکشنبه پنتاګون او د آمریکا خارجه وزارت ملایم اظهارات ترسره کړه. خو اردوغان سخت ګیر او د انعطاف وړنه دی، سم که غلط، اوس هغه د سوریه شمال یو لوی امنیتی درجه یو مشکل په حیث ترکیه لپاره بولی. هغه همدارنګه د کارت(کرد تروریستان) څخه د داخلی مخاطبانو افکارو انحراف لپاره ګټه اخلی. د ترکیه مشر اوی په یو بین المللی صحنه کښی منزوی شوی دی خو داسی په نظر رسیږی چی هغه دا مساله جدی نه بولی.
https://avapress.com/vdcg339qnak9n74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته