دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۱۹
د مطلب کود : 136768
د پایدارو بحرانونو سړۍ د لاری څخه رارسیږی
فرانسوا اولاند؛ د فرانسی رئیس جمهور د دونالد ترامپ؛ امریکا منتخب رئیس جمهور انتقاد د آلمان د مهاجرتی سیاست څخه رد کړ او وویل: اروپا د نورو و مشوری ته اړتیا نه لری چی څه باید وکړی. ښاغلی ترامپ د آلمان د بیلد ورځپاڼی سره په خبرو کی، د انګلا مرکل؛ ددی هیواد صدراعظم مهاجرتی سیاست یو لوی فاجعه باره خطا وبلل. آغلۍ مرکل په ځواب کی وویل چی د اروپا اتحایه خپله خپل سیاستونه ټاکی. ښاغلی ترامپ همدارنګه وویل چی ناتو یو زوړ سازمان دی؛ هغه اظهار نظر چی د ناتو د سرانو ترمنځ د اندیښنی د رامنځته کیدو لامل سو. هغه وویل د اروپا اتحادیه اساسآ د انتقال وسیله د آلمان لپاره سوی دی. ترامپ د مهاجرت د مسئلی په اړه وویل: زما په نظر د دومرو غیری قانونی مهاجرو قبلونه یو لوی فاجعه باره غلطی وو، د هر ځای څخه چی راغلی وو. مانوئل وال؛ د اولاند د دولت پخوانی لومړی وزیر هم وویل د ښاغلی ترامپ اظهارات د اروپا سره د جنګ اعلان دی. ترامپ په عین حال کی، د انګلیس د خارجیدو د رای څخه د اروپا اتحادیی څخه ښه وبلل او مهاجرت د هغه احتمالی دلیل بولی. تحلیلګران وایی چی په لومړی لید کی، د دونالد ترامپ بحث منځته راوړونکی اظهارات، په داسی شرایطو کی چی قرار دی هغه رسمآ د امریکا د نوی رئیس جمهور په حیث د جمعی په ورځ قسم یاد کړی، د اروپا او امریکا د تاریخی اړیکو ترمنځ نوی بحرانونه منځته راوړی دی او د اروپایی هیوادو او ناتو رهبران مخکی ترمخکی ددی اړیکو د غیری پیش بینی لپاره په اندیښنه کړی دی. کارپوهان وایی چی دونالد ترامپ د خپلو کمپاین د دوری په شان، غیری پیش بینی وړ، ناپایدار، بی ثباته او بی ملاحظه په نظر رسیږی او په همدی دلیل، د امریکا د مخلتفو دولتونو خارجی سیاست ثابت او پایدار اصول او مختلفو دولتونو امنیت د مشکل سره مخ کوی، تر پوشتنی لاندی راوړی او دهغه د منځته تلو وعده ورکوی. یو ددی مسایلو څخه، د امریکا اړیکی د ناتو او اروپا سره دی. دونالد ترامپ د پیل څخه، د اروپایی هیوادو د امنیت د تامین په نقش کی او د ناتو د مالی او نظامی او تسلیحاتی مصرفونو د تامین لپاره منفی موضع او انتقاد ښودلی دی  او په بی پروایی سره هغه د مشکل سره مخ کړی دی او په دی باندی په ټینګار سره چی امریکا، د نړی پولیس نه دی، ناتو یو د پښو څخه لویدلی سازمان بللی او ددی نظامی سازمان نورو غړو غوږونو ته رسولی وو چی باید ډیر مصرفونه متقبل سی. دا اظهارات د اروپایی هیوادو او ناتو سازمان اندیښنو ته پراخوالی ورکړی او دا اندیښنی هغه وخت په خطر ناک خوب باندی بدل سو چی ترامپ رسمآ د امریکا د رییس جمهور په حیث انتخاب سو. په دی حال کی، د کارپوهانو په باور، اروپایی هیوادونه او ناتو، د ترامپ سره په دوامداره اړیکو سره، هڅه وکړ چی د ترامپ غوږو ته ورسوی چی د انتخاباتی پرشوره دوری کار د اجرایی مسؤولیت او سیاست سره توپیر لری او په دی ترتیب، وتوانیږی چی دهغه فکر د اروپا او ناتو په وړاندی بدل کړی. دا ټوله په داسی حال کی دی چی ترامپ ډیر ژیر د امریکا د رئیس جمهور په توګه سپین کاخ ته واردیږی او ددی حادثی نه مخکی، یو ځل بیا د فرانسی د پخوانی لومړی وزیر په تعبیر سره، د اروپا په وړاندی د جنګ اعلان یی کړی دی. اروپایی هیوادونه او ناتو اوس پر یو خطرناکه دوراهی باندی قرار نیولی دی؛ ځکه چی په سمه توګه نه پوهیږی چی د ترامپ امریکا به همغه امریکا وی چی اوس د امریکا د ریاست جمهوری انتخابی سوی کس په واسطه ښودل کیږی یا که دونالد ترامپ، سپین کاخ ته د واردیدو وروسته د سیاست سره مخ سی او هغوی ته به تسلیم سی او په دی ترتیب، د ترامپ پیچلی سیاست مغلوب سی او د ترامپ برج ( ترامپ تاور ) کښته راسی او د هغوی تابع او هغوی ته به تسلیم سی.
https://avapress.com/vdcg339q7ak9wu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته