دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۳۰
د مطلب کود : 156766
د کورنیو چارو وزارت د کونړ امنیې قومندانۍ ته ۱۲ مرمۍ ضد ټانکونه ورکړل

د کونړ امنیې قومندانۍ ته ۲۶ مرمۍ ضد ټانکونه ورکول کېږي چې له دې جملې یې ۱۲ عرادې ټانکونه ور وسپارل شول.

د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت ازادي راډیو ته وویل چې دوه اوونۍ وړاندانې د دیوه ګل په جګړه کې د پولیسو څو ټانکونه یوڅه تخریب شوي وو، دوی دغه ستونزه له کورنیو چارو وزارت شریکه کړه چې مرکزي حکومت ورته د۲۶ ټانکونو د ورسپارلو امر ورکړ.

ښاغلي همت زیاته کړه: "تاسو ولیدل چې تېره شپه ۱۲ صفر کیلو متر مرمۍ ضد ټانکونه راوسېدل او موږ ته راوسپارل شول، موږ ته د کورنیو چارو وزارت د۲۶ زغروالو هانوی موټرو امر راکړی چې ۶ به يې د خاصي قطعې لپاره وي او ۲۰ به یې ملې او محلي پولیسو ته وسپارل شي."

قوماندان وايي، د یادو ټانکونو ترڅنګ ورسره د یوه اندازه وسلو د ورکړې ژمنه هم شوې ده.

دی وایي: "موږ ته به ۲۰ میله «اېس پی جي۹» راکټونه، ۱۰ میله «ار پي جي ۷» راکتونه او سل میله پیکا ماشیندارې به هم راکړل شي."

ښاغلی همت زیاتوي، له دغو ټانګونو او وسلو سره به د کونړ د پولیسو ستونزې هوارې شي.

د کونړ اوسېدونکي هم امنیه قومندانۍ ته په ورسپال شویو ټانکونو او وسلو باندې خوښ دي او هیله کوي چې دلته پرتو ځواکونو ته نورې وسلې هم ورکړل شي، څو د جګړې په وخت کې له کوم مشکل سره مخ نشي.

د کونړ یوه تن اوسېدونکي چې د نوم له ښودلو یې ډډه کوله ازادي راډيو ته وویل:

"کونړ یو غرنی ولایت دی چې هره تېږه او دره يې د جنګ لپاره مورچې دي او پکې افغان ځواکونه تل له جګړو سره مخ دي، اوس چې کومې وسلې ورکول کېږي، دا به په روان جنګ کې د افغان ځواکونو او پولیسو مورال نور هم پیاوړی کړي او باید چې کونړ ته نورې درنې وسلې او وسایط په واک کې ورکړل شي."

خلک وايي، کله چې هم په کوم ځای کې افغان امنیتي ځواکونه له سختو جګړو سره مخ کېږي، نو شکایت يې همدا وي چې دوی درنې وسلې او کافي مهمات نه لري، نو ځکه زیات ځاني تلفات ورته اوړي.

که څه هم افغان حکومت او نړیوال هڅه کوي چې دغه ستونزه د تل لپاره هواره کړي، د الوتکو ترڅنګ هر ډول وسلو باندې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه سمبال کړي، خو لا اوس هم کومو شیانو ته چې دوی اړتیا لري، نه دي ورکړل شوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg339q3ak9nu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته