دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۰۲
د مطلب کود : 126911
فیروزه: باید له طالبانو د خپل د زوی د وژلو غچ واخلم
فیروزه، هغه میرمن چې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د محلي پولیسو د قوماندې مسوولیت لري.

فیروزه، هغه میرمن چې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د محلي پولیسو د قوماندې مسوولیت لري.

میرمن فیروزې پنځه کاله مخکې ، وروسته له هغه د طالبانو پر وړاندې ټوپک پورته کړ چې زوی یې طالبانو وواژه.

د فیروزې په خوا کې، د کورنۍ څلویښت نور غړي یې هم وسلوال دي او د هلمند په یوه لرې پرته سیمه کې د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي.

پنځه کاله مخکې ، طالبانوددغې ښځې زوی دهلمندولایت مارجې ولسوالۍ کې وواژه .

هغه څه چې ددې لامل شول څوفیروزه ، دخپلې کورنۍ څلوېښت غړي په وسلوسمبال کړي اوپه همدې ولسوالۍ کې دطالبانوپرضد جګړه وکړي.

په وسله والوکسانودفیروزه شپږلمسیان هم شته چې دسیمه ییزوپولیسوپه لیکوکې دي اوله دولت څخه تنخوااخلي.

کله چې پنځه مخکې ، زوی مې دطالبانولخوا له سیمه ییزو پولیسو سره دکارکولوپه جرم ووژل شو، ماپریکړه وکړه چې باید له طالبانودخپل زوی غچ واخلم اوله هغې وروسته مې پریکړه وکړه چې لسمي ته مې هم وسله ورکړم څودخپل پلارغچ واخلي ، اوس دخپلې کورنۍ له یوشمېرغړي اونورکسان چې له ماسره دي ، دطالبانوپروړاندې جګړه کوم.

دګارډین دورځپاڼې له مخې ، ددغې ښځې لمسیان چې ډیری له سن ښکته دي ،هغه څه چې دپولیسوپه لیکوکې یې ګومارل ، دماشومانودحقونونقض بلل کیږي.

دالومړنۍ ښځه نه ده چې دترهګروپروړاندې جګړه کوي ،له دې وړاندې بغلان اوفراه ولایتونوکې قوماندان کفتر اوریزه ګل هم وسله اخیستې وه اودطالبانوپروړاندې جنګېدلې چې دافغانستان حکومت لخواستایل شوې.

 
https://avapress.com/vdcfyvdyyw6d01a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته