دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۹
د مطلب کود : 145910
ننګرهار کې د لښکر اسلام مهم قوماندان شاه نواز د وژلو په اړه راپورونه

په ختیځ ننګرهار ولایت کې د لښکر اسلام ډلې قوماندان او څلور نور وسله وال د درې بهرنیانو په ګډون د هوایي برید په ترڅ کې وژل شوي.

د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، هسکې مینې او نازیانو ولسوالیو په مربوطاتو کې دڅلوروبهرنیانو په ګډون پنځه تنه وسله وال مخالفین وژل شوي.

د امنیه قومانداني له خوا په خپرې ښوې خبرپاڼې کې راغلي، چې تیره شپه د هسکې مینې ولسوالی اړوند د میا بابا په سیمه کې هوایي برید ترسره شوی چې په ترڅ کې د دریو بهرنیانو په ګډون څلور داعش وسله وال وژل شوی.

خپرپاڼه زیاتوي، چې همدغه راز تیره ورځ ناوخته دنازیانو ولسوالې دسپینې ژی په سیمه کې هم هوایي برید ترسره شوی چې په پایله کې دلښکر اسلام د ډلې قوماندان شاه نواز مشهور په عنان وژل شوی.

د امنیه قومانداني په وینا، په ترسره شوو هوایی بریدونو کی ملکی وګړو او امنیتی ځواکونو منسوبینو ته زیان ندې اوښتې.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچینه: خامه پرس

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfytdyxw6dj1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته