دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۱
د مطلب کود : 143219
روسیه دې په افغانستان کې له امریکا سره همکاري وکړي
د امریکا د کانګرس یوه غړي له روسیې غوښتي، چې له امریکا سره په افغانستان کې همکاري وکړي؛ ځکه، چې د واشنګتن موخه د دغه هېواد د سولې او ثبات ټینګښت دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، دغه امریکایي قانون جوړونکی تام ګرید وایي، هېواد یې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په هڅه کې دی.
ښاغلی تام ګرید ویلي، چې افغانانو ته باید د انتخاب وخت ورکړ شي.
د ده په وینا؛ دا به تېروتنه وي، چې امریکا خپل نظریات پر بل ملت تحمیل کړي. مونږ باید هغوی ته اجازه ورکړو، چې د خپل برخلیک په اړه پرېکړه پخپله او په سوله او امنیت کې ژوند وکړي او د دولت کنترول په لاس کې ولري. فکر کوم، چې روسیه باید له امریکا سره په افغانستان کې د سولې او امنیت د تامین په برخه کې همکاري وکړي. دا د ماموریت پیل دی؛ مونږ هلته یو، موخه مو د سولې او ثبات ټینګښت دی، خو کله پېښیږي، چې له نورو غوراویو هم ګټه پورته شي.
دی وایي، په افغانستان کې د داعش، طالبانو او نورو وسلوالو ډلو حضور دوی اړ کړي، چې د دې هېواد د سولې لپاره لاس په کار شي.
د امریکا د کانګرس دغه غړی زیاتوي، اوس په افغانستان کې یو کمزوری حکومت حاکم دی؛ خو امریکا هڅه کوي، چې د بېلابېلو غوراویو له لارې فساد راکم کړي.
غواړو له زور او ځواک پرته هلته پرمختګ وشي؛ خو که طالبان، داعش او نور یاغیان هلته حضور ولري او دولت ته ګواښ کوي، دنده لرو، چې د ثبات ټینګښت لپاره هم اقدام وکړو.
څه موده مخکې په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان ویلي وه، چې روسیه په دې هڅه کې ده، چې طالبانو ته مشروعیت ورکړي.
امریکایی چارواکو په پرله پسې ډول ویلي، چې روسیه له طالبانو سره اړیکې لري؛ خو مسکو وایي، اړیکې یې د دې لپاره دي، چې طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.
https://avapress.com/vdcfymdy1w6dj0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته