دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۲۰
د مطلب کود : 138314
طالبانو ته له ګوزار وروسته به د هغوی ملاتړي هم په نښه شي
د ملي دفاع وزارت وایي، پر طالبانو به له فشار وروسته د هغوی ملاتړي هم په نښه شي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، لوی درستیز د ځینو هېوادونو لخوا له طالبانو سره اړیکې او مرستې د هغوي لپاره زیان اړونکې بولي.
لوی درستیز قدم شاه شهیم وایي؛ ځینې هېوادونه د طالبانو د تجهیز او تربیې له لارې غواړي، چې خپلې تېرې تېروتنې بیا تکرار کړي.
لوی درستیز که څه هم د کومې ډلې او هېواد نوم نه اخلي؛ خو ټینګار کوي، چې طالبانو ته به له ګوزار وروسته د هغوي ملاتړې هم تر فشار لاندې راشي.
د افغانستان پر خاورې د پاکستان توغندیزو بریدونو ته په نغوته(اشاره) کې جنرال قدم شاه شهیم وایي، چې دا مساله د ديپلوماتیکو چینلونو له لارې تر کار لاندې ده او که یې نتیجه ورنکړه دوی به هم ورته بریدونه وکړي.
لوی درستیز وایي؛ افغانستان د ترهګرۍ قرباني هېواد دی او چاته به اجازه ورنکړشي، چې د افغانستان له خاورې څخه د بل هېواد پر ضد کار واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستانیو پوځیانو نه یوازې د ننګرهار او کونړ سرحدي سیمې پر توغندیو ویشتي، بلکې له تېرو دوه ورځو راهیسې دغه هېواد له افغانستان سره په پوله د تګ راتګ لارې هم بندې کړې او د سیمو خلک خوندي ځایونو ته کډه شوې دي.
https://avapress.com/vdcfycdyjw6dmma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته