دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۴
د مطلب کود : 138512
د جنرال دوستم ۷ امنیتي ساتونکي د څېړنې لپاره محکمې ته حاضر شول
یوه امنیتي سرچینه وویل چې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم ۷ امنیتي ساتونکي چې د افغانستان د ملي جنبش د پخواني مرستیال احمد ایشچي پر جنسي ځورونې تورن وو،د څېړنې لپاره سترې محکمې ته حاضر شول.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلي:«د کورنیو چارو وزارت د دې پخلی کوي چې د هغو اوو ساتونکو څېړنې د سترې محکمې له خوا روانې دي چې په یوې پېښه کې په بدچلنۍ تورن وو.»
دا په داسې حال کې ده چې د سې‎شنبې په ورځ د جنرال دوستم د کور شاوخوا برخې د امنیتي ځواکونو له خوا کلابندې وې او دغه سیمې له معمولې کچې څخه د زیاتو امنیتي ځواکونو د حضور شاهدې وې.
خو ښاغلي دوستم د سې‎شنبې پر ماښام په یوې خبرې ناسته د خپل کور د کلابندي رد کړه او وې ویل چې نه پوهېږي چې امنیتي ځواکونه د څه لپاره د کابل په شیرپور سیمه کې حضور لري.
هغه همدارنګه وویل چې امنیتي ځواکونه د تره خېلو قوم او پولیسو ترمنځ د ستونزې له امله دغو برخو ته راغلي دي.
https://avapress.com/vdcfycdy0w6dmta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته