دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۱۵
د مطلب کود : 142616
دکډوالو په ښارګوټوکې دتجارتي ساحو ابادول دکارموندنې په برخه کې مرسته کوي

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او ادراي معين انجنيراحمدولي حکمي دکډوالو په ښارګوټوکې دتجارتي ساحو دپلورلو په ناسته کې وويل چې د تجارتي ساحو ابادول مېشتو کډوالو سره دکارموندنې په برخه کې مرسته کوي.

دغه ناسته تېره ورځ غويي په ۱۹ دکډوالو چارو په وزارت کې دمالي او اداري معين په مشرۍ جوړه شوې وه،چې پکې دمالې ،کار او ټولنيزو چارو، سوداګرۍ،دکابل ښاروالۍ او داراضۍ مستقله ادارې استازو کډون درلود دسودارګريزو ساحو دپلورلو او مديريت په اړه پکې بحث او خبرې وشوې.

ديادې کمېټي تخنيکي ټيم به ډېرژر دمالي او اداري معين ترمشرۍ لاندې دکډوالو په ښارګوټوکې دتجارتي ساحودپلورلو راپور دوزيرانو شورا ته وړاندې کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfy0dyvw6djva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته