دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۴۱
د مطلب کود : 151409
د مخکنۍ ولسمشر نوی نظریی

حامد کرزی؛ د هیواد پخوانۍ ولسمشر وایی چی په هیواد کی جاری جنګ چی هره ورځ په افغانستان کی د خلګو ژوند اخلی، جنګ د لویو قدرتونو ګټو باندی دی نه تروریزم سره جنګ لپاره؛ ځکه چی جنګ د تروریزم سره ۱۵ کاله مخکی پای ته رسیدلی دی.

ښاغلی کرزی د پنجشنبه په ورځ په یو خبری ناسته کی کابل کی وویل چی اوسنۍ جنګ د تروریزم او طالبانو په وړاندی نه دی؛ بلکه جنګ د خارجی هیوادونو ګټو پر سر دی چی د افغانستان خلګو څخه قربانی اخلی او ددی جنګ لګښت افغانستان خلګ په غاړه لری.

کرزی وویل: هغه جنګ چی په افغانستان کی جریان لری زموږ څخه ډیر لوی قربانی اخلی، جنګ بهرنۍ ګټو لپاره دی. که جنګ د تروریزم او طالبانو په وړاندی وای ختم سو پنځه او لس کاله مخکی، هغوی تسلیم سو، هیواد آرامه سو.

ښاغلی کرزی د آمریکا نوی استراتژی ته په غبرګون کی د افغانستان لپاره وویل چی د آمریکا استراتژی په سیمه کی د جنګ او تفرقه اچونی پیغام لری.

هغه د جاری جنګ او اوسنۍ وضعیت او تروریستی ډلو سره مقابلی لپاره د لویی سنتی جرګه غوښتونکی سو.

د ښآغلی کرزی ننۍ پیغام د هغه ۱۳ کاله حکمرانی څخه ډیر اساسی او بنیادی توپیر لری.

ښاغلی کرزی په داسی حال کی وایی چی جنګ د تروریزم سره ۱۵ کاله مخکی پای ته رسیدلی وو چی هغه په دی حساب، هغه خپل حکمرانی دوری لویه برخه په داسی دوران کی تیر کړی چی تروریزم سره جنګ خپل مشروع معنی له لاسه ورکړی وو؛ خو د ۱۰۰ زرو څخه ډیر خارجی ځواکونه په پراخ او هر اړخیزه توګه په ټول افغانستان کی حضور او نفوذ او سلطه درلود. ځکه په هغه وخت کی، ښاغلی کرزی، د خارجی قدرتونو او ځواکونو په وړاندی ونه دریدل او هغوی حضور مشروعیت تر پوښتنی لاندی رانه وړ؟

له بل لوری، که جنګ د تروریزم سره ۱۵ کاله مخکی پای ته رسیدلی وو او تروریستان تسلیم سوی دی، نو ولی د هغه وخت وروسته امنیتی وضعیت ورځ په ورځ خراب سو او تروریستان یو ځل بیا خپل کمینونو ته وګرځیدل؟

ښاغلی کرزی بیله شکه ددی هیواد چارو ۱۳ کاله زمامدار په حیث، په ښه توګه پوهیدل چی کوم پیښه د رامنځته کیدو په حال کی دی. هغه د نورو په پرتله ښه ددی لوی لوبی په اړه معلومات درلود چی تروریزم، تروریزم سره مبارزه، تریاک او خارجی ځواکونو دایمی حضور، ټوله لوی بهانی د لویو مقاصدو لپاره دی او افغانستان په دی منځ کی، یواځی به ددی لوی او پیچلی لوبی قربانی کیږی.

 بنا پردی، اوس هغه د قدرت څخه لیری کړل سو او بدتر ددی څخه داچی د لویی جرګی په جوړولو سره، د خارجی نظامی ځواکونو دایمی حضور لپاره لاره همواره کړی دی، څوک ددی مخکنۍ ولسمشر په ظاهر زړه سواند موضع ګیری قبلولای؟

بله مهم نکته داچی ښاغلی کرزی د خپل قدرت په وخت کی، د سنتی جرګو اعتبار او نوم څخه غیری مشروع ګټی اخیستنی سره، داسی کار وکړل چی ټوله افغانستان خلګ د همیشه لپاره ددی جرګو مثبت اغیز باندی شک وکړل او دا جرګی د ملی لویو سیاستونو پروسه کی یو تمثیل په حساب راوړی؛ ځکه چی هیڅ یو تراوسه د یاده نه دی وړۍ چی څنګه کرزی، هغه جرګی چی د اساسی قانون پر پایو باندی، حقوقی لازم مشروعیت نه درلود، لومړۍ مشورت په حیث جوړ کړل؛ خو په نهایت کی، د جرګه غړو مشورت د افغانستان خلګو مستقیم تصمیم په حیث حساب کړل او په دی ترتیب، د امریکا سره امنیتی او استراتژیک پیمان لپاره، دروغ مشروعیت او جعل ترسره کړل.

په دی اوصافو سره، دا ځل ایا دا تضمین شتون لری چی د کرزی سنتی جرګه، افغانستان راتلونکی خارجی قدرتونو نور ډیرو سلطی لوری ته هدایت نه کړی؟

له بل لوری، څه باور او تضمین سته چی د پخوانی ولسمشر تازه نظریی هم د تروریزم او تروریزم سره مبارزی او خارجی ځواکونو حضور او... پیچلی سیاسی او امنیتی او استخباراتی او استراتژیک پازل په شان، یو بل لوبه نه وی؟

څوک پوهیږی چی ښاغلی کرزی خپل قدرت تروخت پوری، خپل ټول قدرت د آمریکا سلطه جویانه راهبردی لپاره کارولی، نن خپل تازه ګټو لپاره کوم بل لوری ته تمایل نه دی کړی او د تازه لوبی کوونکی له لوری، لوبی لپاره نه دی ټاکل سوی؟

https://avapress.com/vdcfxydy1w6dtja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته