دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۱۷
د مطلب کود : 131302
د ښاراوسیدو دپیمان څخه د پادشاهی تر تعهد پوری
اشرف غنی؛ رییس جمهور د شهروندی دمیثاق برنامی په اعلام سره وویل چی ددی برنامی په شروع سره ښځی او نارینه به په شوراګانو کی مساوی سهم ولری.

اشرف غنی؛ رییس جمهور د شهروندی دمیثاق برنامی په اعلام سره وویل چی ددی برنامی په شروع سره ښځی او نارینه به په شوراګانو کی مساوی سهم ولری.
هغه دشهروندی میثاق دټولو نسلو میثاق وبلل او وویل چی دا برنامه دافغانستان په ټولو برخو کی حتی په ناامن منطقوکی هم اجرا سی.
غنی وویل چی ددی برنامی په اساس هغو مناطقو ته چی داقتصادی نظره اهمیت لری یو ډول نظر او په محرومو مناطقو کی هم توجه دبل ډول څخه وی.
ښاغلی غنی دشهروندی میثاق برنامه ددولتداری او حکومتداری دفرهنګ دتغیر وسیله وبلله او اضافه کړه چی باید ددولتداری حکومت دخدمت او همکاری په فرهنګ سره بدل سی.
ددولت په وینا، دشهروندی میثاق برنامه د ۱۰ کالو په جریان کی، په ښارونو او نورو منطقوکی خدمات په مختلفو بخشو کی لکه داوبو مدیریت؛ دچشلو داوبو تهیه کول، دمحیط سلامتی، آبیاری او د سیلابونوپه کنترول کی ترسره سی.
نوی کیدونکی انرژی ته په توجه سره، دجادو جوړونه دکشاورزی او بازارو دمتصلولو لپاره، دزراعتی فن آوری ترویج، د سلامتی د اولیه خدماتو ارائه کول او ابتدائی آموزش ددی برنامی د نورو اهدافو څخه دی.
کارپوهان وایی چی دا دوحدت ملی دحکومت لومړی جدی برنامه د عمومی خدماتو په عرصه کی دی.
دا برنامه لږ ترلږه په کاغذ پرمخ یو ښه استراتژی دتوسعی لپاره، پرمختیا او عمومی خدماتو ارائه کول دشهروندی پر حقوقو باندی په تاکید سره د اجتماعی عدالت پربنسټ شکاره کوونکی دی.
هغه څه چی درییس جمهور پواسطه ددی برنامی په توصیف کی بیان سوی دی، شکاره کوی چی دولت ددی په لټه کی دی چی عمومی خدمات په متوازن ډول سره په امن او ناامن مناطقو، محروم او غیری محروم مناطقو کی ارائه کړی.
ددی برنامی اولیتونه عبارت دی له: داوبو او داوبو دسرچینو مدیریت، د چشلو داوبو آماده کول، د کلیو او ښارونو ترمنځ دلارو ایجادول، بهداشتی خدماتو ارائه کول په ابتدائی سطحه او زراعت د نوی سیستم ایجادول او دزراعتی محصولاتو لپاره د مډرنو لارو جوړول، ددی بیان کوونکی دی چی دولت ددی په تلاش کی دی چی کلیو ته دژوند رونق او رنګ راوګرځوی او په ښارونوکی دخلګو دتجمع او داقتصادی سیستم د ناکارآمدی څخه مخه ونیسی.
په دی حساب سره، داقتصادی او توسعی مسایلو دتحلیلګرانو په باور، دا برنامه لومړی متوازن برنامه دهیواد په امن اوناامن مناطقو کی دی او د دقیق مطالعاتو په صورت کی دتبعیض او تعصب څخه خالی او دخلګو دضرورتونو په اساس اجرا سی، بیشکه کولای سی دخلګو دولت ترمنځ زیان لیدلی اړیکی سمی کړی او دخلګو په باور ددولت او دهغه دعملکردو په باره کی مثبت تغیرات او یو امید ایجادکړی.
داجتماعی مسایلو دناظرانو په باور، ددی برنامی دیو مهم کرکردونو څخه، داعتماد یو عمومی فضا رامنځته کونه نسبت دولت ته دی. البته دا امر، ددولت درفتار او عملکرد دبهبود مستلزم په نورو برخو کی هم دی.
هغوی په دا برخه کی بالخصوص پر دا نکته باندی تاکید کوی چی دولت باید دخپل فرمانروایی په تعهداتو کی هم تجدید نظر وکړی او خپل اړیکه دخلګو سره د نوی تعهداتو او تغیراتو په اساس، له سره بنیاد کړی.
دکارپوهانو په عقیده، یو ددی اقداماتو څخه کولای سی ددولتمردانو یو ملی او فراګیر نظر و لوی مسایلو ته وی؛ هغه نظر چی بیله قومی، تعصبی، انحصارګرایی او حزبی ګرایشو ترسره سی، بیشکه کولای سی درییس جمهور د رویا دتحقق لامل سی چی ددولتداری فرهنګ و خدمت او همکاری باندی تبدیل سی.
او آخره نکته داچی دشهروندی دمیثاق برنامه په واقعیت کی دهماغه ملی همبستګی برنامی ادامه دی چی د تیرسوی حکومت په وخت کی اجرا سو او یواځی دهغه نوم تغیر کړی دی؛ خو دنوم تغیر هم کیدلای سی یو کوچنی بهانه دلوی تغیر لپاره واقع سی او ددی بیاجوړونه ددولت او ملت ترمنځ دشهروندی دتعهداتو دتغیر او تعدیل لامل سی.

https://avapress.com/vdcfxydy0w6dmma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته