دخپریدو نیټه :شنبه ۱ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۴۱
د مطلب کود : 150301
ناټو د کابل په پوځي روغتون کې د درملني یو مجهز مرکز جوړوي

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، د کابل په ملي پوځي روغتون کې به د پوځي او ملکي زخمیانو د درملنې او پالنې ستر مرکز جوړ شي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت په خبرپانه کې چې پرون جمعه خپره شوې، راغلي چې پردې مرکز به څلور پنځوس میلیون ډالر ولګول شي او د سلو ناروغانو د پالنې او درملنې لپاره به ځای ولري.

په دې روغتیايي مرکز کې به ښځینه او نارینه زخمیانو ته د فیزیوتراپي ټول امکانات موجود وي.

په دې مرکز کې به د افغانستان د طبي علومو د اکاډمي شل ښځینه محصلانو ته د استوګنې امکانات هم برابر شي.

د خبرپاڼې په حواله، دا ځانګړی مرکز به تر ۲۰۱۹میلادي کاله جوړ شي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان، جنرال جان نېکلسن ویلي چې د ملکي او پوځي زخمیانو د پالنې او درملنې لپاره جوړېدونکی مرکز به عصري ټکنالوزي او ډېر پرمختللي وسایل ولري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxxdyyw6dtma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته