دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۱۴
د مطلب کود : 150004
ولسمشر غني د شینډنډ هوایي لېوا قوماندان ته د اپارتمان کیلي ورکړ

په لویدیځ هرات ولایت کې د شینډنډ هوایي لېوا قوماندان برید جنرال قدرت الله صدیقي د نه ستړې کیدونکو خدمتونو له امله د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د یوه اپارتمان کیلي ترلاسه کړه.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د جمهوري ریاست د چارو ادارې د عمومي ریاست په یوه بیان کې لیکلي، چې د شینډنډ هوایي لېوا قوماندان برید جنرال قدرت الله صدیقي، د ملي اردو جزوتامونو د قطعاتو د اکمال، د شهیدانو د لېږد او د دښمن د ځالو له منځه وړو له امله، د ملي دفاع وزارت له بودجې د یوه آپارتمان کیلي ترلاسه کړه.

ولسمشر غني ، ښاغلي صدیقي ته د آپارتمان د کیلي سپارلو پر مهال ټینګار وکړ، چې په ټولو ساختماني پروژو کې د کورونو په وېش کې به د امنیتي او دفاعي ځواکونو کورنیو ته لومړیتوب ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو او ترهګرو ډلو د له منځه وړلو او د امنیت په تامین کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ د افغانستان هوایي قول اردو مسئولیوتنه مخ په زیاتیدو دي.

افغان حکومت او د افغانستان متحدین د افغان امنیتي ځواکونو او په خاصه توګه هوایي ځواکونو د پیاوړي کولو لپاره یې هڅې پیل کړي دي.

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پنټاګان کابو دوه میاشتې مخکې ویلي وو، په پام کې ده چې د افغانستان د هوایي ځواکونو د الوتکو شمېر تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې دوه برابره شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxxdyjw6dtxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته