دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۹:۱۸
د مطلب کود : 106102
اجرائیه رئیس په افغانستان کي د ناټو له عمومي قومندان سره وکتل
 د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د خپل کار په دفتر کي د ناټو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال جان کیمبل سره وکتل.
په افغانستان کي د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان له اجرائیه رئیس سره په ننۍ لیدنه کي هغه ته د هیواد په کچه د امنیتي حالاتو، ګډو پلانونو او هغو عملیاتو په اړه معلومات ورکړل، چي افغان ځواکونو په مستقله توګه د هیواد په ګوټ ګوټ کي تر سره کړي دي.
جنرال کیمبل وویل، چي په مختلفو سطحو کي د افغان ځواکونو رهبري قوي سوې او د مخالفینو له وروستیو تکتیکونو یې ښه اګاهي تر لاسه کړې، چي همدا چاره ورسره د مستقلو عملیاتو په کولو کي مرسته کوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ایساف له قومندان سره په مجلس کي د کاپل ښار د امنیت لپاره د جوړېدونکي ګارنېزون په اړه بحث وکړی.
هغه وویل، چي دغه نوی جوړښت به د کابل ښار د امنیت له سمون سره مرسته وکړي او په دې برخه کي پرتې اندېښنې به حل سي.
نوموړي همداراز په جنوبي ولایتونو کي د امنیتي حالت د ښه کېدو لپاره د هغو پلانونو ارزونه وکړه، چي د افغان ځواکونو له لوري جوړ سوي دي.
https://avapress.com/vdcfxvdy0w6dxya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته