دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۴۹
د مطلب کود : 144902
د داعش رهبر البغدادي کیدی سی د  روسانو له خوا وژل سوی وی
مسکو په ډاګه کړې، چې کیدی شي ابوبکر البغدادي د دوی لخوا د می د ۲۸ په یو هوایي برید کې وژل شوی وي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د روسیې دفاع وزارت د څېړنو په حال کې دی، چې کیدی شي د اسلامي دولت یا داعش رهبر البغدادي د دوی لخوا د سوریې په کوم هوایي برید کې وژل شوی وي که نه؟
دغه هوایي برید د سوریې د شمال په رقه ښار کې د داعش پر پوځي شورا شوی و.
دا په داسې حال کې ده ، چې له دې مخکې هم ځو ځله د البغدادي د مرګ خبر خپور شوی دی.
تر ډېر وخته د بغدادي د اوسیدو ځای چاته څرګند نه و؛ خو کله، چې د امریکا تر مشرۍ لاندې ائتلاف د ۲۰۱۶ کال په وروستیو کې د عراق د موصل ښار د بېرته نیولو په موخه هځې پیل کړې؛ داسې وانګیرل شوه، چې البغدادي به په همدې ښار کې اوسیده.
https://avapress.com/vdcfxjdy0w6dj1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته