دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 97840
یان کوبیش دواړو کاندیدانو ته د رایو د تفتیش د بهیر په اړه معلومات ورکړل
تاند- په افغانستان کې د ملګروملتو خاص استازي یان کوبیش نن د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره وکتل.
په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما وايي چې یان کوبیش په دې کتنه کې، چې د افغان کاندیدانو په غوښتنه وشوه، هغوی ته د جون د څوارلسمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې په برخه کې د شوي پرمختګ په اړه معلومات ورکړل.
د یوناما په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سرمنشي ځانګړي استازي ښاغلیو غني او عبدالله ته د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د ملګروملتو د متخصصانو، چې د انتخاباتو د رایو د تفتیش پروسه څاري، د معلوماتو پر اساس د رایو د تفتیش د بهیر په باب وروستي معلومات وړاندې کړل.
په غونډه کې په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر جېمز کنینګم هم حاضر و.
تر دې مخکې نن د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې به ژر اعلان شي.
په همدې حال کې ترلاسه شوي راپورونه وايي چې د اجرايي رييس د صلاحیت او واک پر سر د دواړو ظاندیدانو او د دوی د کمېټو ترمنځ اختلاف لا حل شوی نه دی.
د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د دوام او بدلون ټیم د اساسي قانون پر اساس د ولسمشر واک محفوظ بولي خو د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم وايي چې اساسي قانون په ډېرو نورو برخو کې نقض شوی دی، په دې برخه کې دې هم نقض شي.
د عبدالله عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې ټیم اجرايي ریاست ته د زیاتو صلاحیتونو غوښتونکی دی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfxcd1.w6dejaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته