دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۴۶
د مطلب کود : 116561
د هیواد د کرنې سکټور سره ۲۱۳ موټرسایکلونه مرسته وشوه
نړیوال بانګ ۲۱۳ موټرسایکلونه د هیواد د ۳۴ ولایتونو د کرنې د نباتاتو د ساتنې برخې کارکوونکو سره د سیمیزو ستونزو د هواری په موخه مرسته وکړه.

دغه موټرسایکلونه د هیواد د ۳۴ ولایتونو د اړتیا په آساس، د نباتاتو د ساتنې او د هیواد د سرحدونو قرنطین شویو ستیشنونو څانګو ته سپارل کیږي، تر څو د ولایتونو د نباتاتو د ساتنې مدیریتونه د خپلو ورځنیو ستونزو د هواري تر څنګ لرې پرتو ولسوالیو او سیمو ته د څیړنې او په کروندو او بڼونو کې د هر ډول افتونو او ناروغو د مطالعې په موخه سفر وکړي. او په مستقیمه ډول سره د کروندګرو او بڼوالو سره خپلې اړیکې ټینګې کړي.

ددې وسایطو د اخیستلو ټولیز مالی لګښت ۲۰۰ زره امریکايي ډالره دی او د کرنیزو تولیدي عواملو پروژې( AAIP) لخوا پلې کیږي

نباتي ناروغی او آفتونه د کرنې د ودې او پراختیا د شاته پاتې والي، کروندو ته د زیان رسولو او په ټولیز ډول د کروندګرو اقتصادي حالت ته د زیان رسولو یو له مهمو عواملو څخه ګڼل کیږي. هر کال د هیواد زیات کروندګر له دغه برخې څخه زیانمن کیږي او په کروندو کې یې حاصل او د دوی د څو میاشتو زحمت ګالل له هیڅ سره برابریږي. نو د یادونې وړ ده، چې ددې لیږدونکو وسایطو په واسطه به د کرنې وزارت کارپوهان وکولای شي، خپلې د فعالیت سمیې ته پراختیا ورکړي او له دې سره به زیاتې او ښې لاسته راوړنې ولري.

د میکانیزه کرنې په برخه کې پرمختګ، د تولید شویو عواملو پراختیا او د سروې لپاره د لارو برابرول، څیړنه او د نباتاتو ساتنه هغه څانګې دي، چې باید دې برخو ته زیاته پاملرنه وشي او د تیرو درېو میاشتو په لړ کې تردا مهاله په دغه برخو کې ګټور او د پام وړ فعالیتونه تر سره شوي دي. لکه د کروندګرو او بڼوالو د ستونزو د هواري په موخه له ۸۰ څخه زیاتو د نباتانو د ساتنې کارپوهانو او مسلکي کارکوونکو ته روزنه ورکول، په بیلا بیلو ولایتونو کې د نباتي روغتیا په موخه د ۵۰ سیارو کلینیکونو د رغولو اقدام او د هیواد په لسو ولایتونو کې د ۲۰ نباتي کلینیکونو رغولو نمونه د یادونې وړ دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfvvdyyw6dyta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته