دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۰۷
د مطلب کود : 156963
د کابل برید ناحل شوی رازونه
ځینی کسان چی د کابل اینترکانتیننتال هوتل باندی برید څخه د یکشنبه په ورځ سالم وتلی دی، وایی چی په دی پيشه کې ۶۰ تنه وژل شوی دی. زمری همدرد؛ د هرات مخابراتی خدماتو تنظیم اداری مسؤول چی ټوله ۱۲ ساعته په دی برید کې په هوتل کې بند پاته وو، وایی د برید څو ساعته مخکې، د هوتل اسکن ماشینونه، غیری فعال او مهاجمان د شا دروازو څخه نه بلکه د تلاشی د لارو څخه هوتل ته دننه شوی دی او د داخلیدو په وخت کښی ډزو باندی شروع کړی دی. د هغه په وینا، همزمان ددی هوتل په پنځه طبقو کښی نښته شروع شول او د ۶۰ څخه ډیر کسان په دی برید کښی ووژل شو. ویس احمد برمک؛ د داخله وزیر هم وایی ځینی کسان په دی برید کښې د مهاجمانو سره همکاری کړی دی او ددی مرګونۍ برید په رامنځته کولو مرسته کړی دی. د داخله وزیر تاییدوی چی په دی پیښه کې استخباراتی ضعف شتون درلود. په دی حساب سره، د پوهانو په باور، د کابل اینترکانتیننتال بین المللی هوتل باندی ۶ تنو تروریستانو برید، نور تازه ابعاد پیدا کړی دی. ژغورل شوی او عینی شاهدان، د تریخ حقیقتونو څخه پرده پورته کړی دی.دا شکاره کوی چی دا برید، طالبانو او یا حقانی شبکه تروریستانو آماتور څخه لوړ وو. سربیره پردی چی ددی هوتل امنیتی مسؤولیت کې بدلون انګیزه، د برید د دری ورځی نه مخکې، پوښتنه منځته راوړونکې دی، د مهاجمانو داخلیدل و هوتل ته او د هغوی نښتې د هوتل په لوړو طبقاتو کې پوښتنه منځته راوړونکې دی. ددی برید تلفاتو په اړه هم ضد او نقیضی ګزارشونه شتون لری. په داسی حال کی چی دولت ویلی دی ۱۹ تنه په دی پیښه کی ژوند له لاسه ورکړی دی، غیری رسمی سرچینی د عینی شاهدانو د ژبو څخه ددی برید قربانیان، د ۶۰ تنو څخه اضافه بولی. ځینی سیاسی مراجع ه دا ډیر بدلون باندی نیوکه کړی دی او دولت په پټونو او صداقت نه شتون باندی تورن کړی دی. دا ټوله د کارپوهانو په باور، هغه غیری حل شوی رازونه دی چی د کابل اخیر برید په یو لوی پیچلی معما باندی بدل کړی دی. په دی منځ کې، د داخله وزارت وایی چی د هوتل ځینی کارکوونکې او همدارنګه کابل-بلخ خصوصی امنیتی شرکت مسؤولین، د څیړنو لپاره ملی امنیت او پولی اداراتو ته غوښتل شوی دی. ناظران وایی چی دا اقدام، کافی نه دی؛ ځکه داسی په نظر نه رسیږی چی داسی مرګونۍ بیښه د یو څو ساده کارمندانو کار وی. ځینی دا کارمندان، مخکې له دی، کلونه کلونه په دی هوتل کې کار کړی دی؛ خو هیڅوک هغوی نه ملامتیدو او یا تروریستانو سره همکاری لپاره، شک نه دی کړی. له بل لوری، د عینی شاهدانو په وینا ددی پیښی ابعاد، د یو ساده تروریستی برید څخه لوړ وو. دا چی د هوتل امنیتی ګیتونه د کار څخه پاته شی او تروریستان بیله محدودیت، هوتل ته دننه شی او له بل لوری، برید په شروع کولو شره، همزمانه د هوتل په پنځو طبقو کې ډزی اتاق په اتاق شروع شی، د یو دقیق برنامه ریزی څخه خبر ورکوی چی بیله شکه د هوتل یو څو تنو ساده کارکوونکو د توان څخه وتلی دی. امنیتی مسایلو پوهان وایی چی د خارجی اتباعو ډیرو تلفاتو ته په کتو سره، ددی هیله شته چی افغانستان دولت، د خارجی هیوادونو تر فشار لاندی په دی برخه کې بی طرفانه څیړنه شروع کړی. په دی منځ کې، دا هیله هم منځته راځې چی ددی پيښی په سیوری کې، د ډیرو نورو پخوانیو تروریستی بریدونو څخه پرده پورته شی او هغه کسان په ګوته شی چی د نظام په دننه کې د تروریستانو سره همکاری کوله. همدارنګه د تحلیلګرانو په باور، امنیتی، کشفی او استخباراتی نهادونه باید خپل مسؤولیت په دی برخه کې قبول کړی او لکه څنګه چی داخلی وزیر ویلی دی، د ضعفونو په قبلولو سره، ژور، بنیادی لوړ سطحی اصلاحاتو ته متعهد شی. منتقدان وایی چی ملی وحدت دولت کې امنیتی نهادونو رهبری، ډیر ځلی شکاره کړی دی چی د بحران مدیریت لپاره لازم توان نه لری او نه شی کولای د هیواد بحرانی امنیتی وضعیت په ښه توګه کنترول کړی. بناپردی، دا به ښه خبره وی چی حکومت سیاسی مشران د بین المللی ټولنې تر فشار لاندی، په دی برخه کې حقیقی او بنیادی بدلون رامنځته کړی.
https://avapress.com/vdcfvvdymw6dt1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته