دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۲۴
د مطلب کود : 156864
اینترکانتیننتال؛ یو تروریستی برید؟
د داخله وزارت وایی چی د کابل اینترکانتیننتال هوتل باندی برید، د شپږو تروریستانو په وژلو سره پای ته رسیدلی دی. ددی وزارت په وینا، په دی برید کې لږ تر لږه ۵ غیری نظامی کسان چی یو یی خارجی تبعه وو وژل شوی او او ۶ تنه نو ټپیان شوی دی؛ خو یواځې د کام ایر هوایی شرکت ادعا کړی دی چی ددی شرکت ۱۱ تنه کارکوونکې په دی برید کې ژوند له لاسه ورکړی دی. افغانستان چارواکې مخکې ویلی وو چی تروریستان د پخلنځای له طریقه د اینترکانتیننتال هوتل ته داخل شوی دی. ریپورټ شوی دی چی ددی هوتل امنیت تامین ۲۱ ورځې مخکې یو خصوصی شرکت ته ورکړل شوی وو. دا برید وروسته ددی رامنځته شو چی د امریکا سفارت په کابل کې د پایتخت پر هوتلونو باندی د ناامنی او بریدونو احتمال خبرداری وکړی وو. د امریکا سفارت پنجشنبه ورځې په اطلاعیه کې راغلی وو چی اطلاعاتی نهادونه د کابل پر هوتل باندی د تروریستانو برید څخه څو ورځې مخکې خبر ورکړی وو. په هغه ریپورت کې کابل هوایی ډګر ته نږدی یو بین المللی هوتل د اصلی هدف په حیث وړاندوینه یی شوی وو. امنیتی مسایلو کارپوهان وایی چی دا برید د نورو تروریستی بریدونو په شان نه دی چی په یو ساده محکومیت سره ورڅخه تیر شو او تروریزم خارجی عواملو پوری تړلو سره ورڅخه تیر شو. دا پیښه د پوهانو په باور، مخکې د هر څه، یو استخباراتی دروند ماته دی. ډیر پوښتنې په دی اړه شتون لری چی امنیتی نهادونه، دولت، امریکا سفارت او خارجی نظامی ځواکونه باید ورته ځواب ورکړی. شپږ تروریست انتحاری کوونکې د شپی په لمړیو شیبو کې، ځان د کابل یو مشهور هوتل ته رسوی؛ هغه هوتل چی سخت امنیتی تدابیر لری. تروریستان همدارنګه د ځان سره اسلحه هم درلود چی توانیدلی دی خاصو ځواکونو سره ۱۳ ساعته نښته وکړی. دا په سادګی سره د امکان وړنه دی. یو امنیتی سرچینه ویلی دی چی تروریستان د پخلنځای له لوری هوتل ته نفوذ پیدا کړی دی؛ په داسی حال کې چی سخت امنیتی تدابیر، دی هوتل ته د داخلیدو لاری بندوی! دا توجیه په هیڅ ډول سره قانع کوونکې نه دی. هغه هوتل چی شپږ کاله مخکې هم د یو خونړیزی برید شاهد وو او ۲۱ تنه د هغه برید په جریان کې ژوند له لاسه ورکړی دی او له بل لوری، هر وخت د داخلی او خارجی ارشد دیپلماتانو او مهم بین المللی کنفرانسونو کوربه دی، څنګه کیدلای شی تر دی حده پوری، د تروریستانو تر نفوذ باندی راشی؟ د امریکا سفارت پوهه هم د تروریستی برید د پیښیدو څخه د کابل یو بین المللی هوتل باندی پوښتنه منځته راوړونکې دی. د څیړونکو په باور، دا امکان لری چی د هر بل مرجع څخه د قبول وړوی بیله د هغه هیواد سفارت څخه چی افغانستان سره، امنیتی او استراتژیک توافق امضا کړی دی او په همدی بهانی سره، خپل په زرهاوو نظامی او غیری نظامی ځواکونه د داخلی قوانینو څخه لوړ، په افغانستان کې مستقر کړی دی. ددی ترڅنګ چی د امریکا سفارت پوهه د برید پیښیدو څخه هم پوښتنه منځته راوړونکی دی او د پایتخت ناامنی معما او تروریستانو آسان نفوذ کابل تر ټولو امن ځای ته، پیچلی کوی. د هوتل امنیتی مسؤولیت لیږد د دولتی ځواکونو څخه یو خصوصی شرکت ته هغه هم د کابل امنیتی نهادونو اجازی او هماهنګی پرته، یو لوی معما دی چی د اینترکانیننتال هوتل پیښه د تروریستی برید څخه توپیر ورکوی. طالبان، ددی پیښی مسؤولیت په غاړه اخیستی دی او داخله وزارت هم حقانی شبکه په دی برید کې په لاس درلودلو باندی تورنوی. ملی وحدت حکومت سیاسی مشران هم د محکومیت کلیشه ای خبرو په تکرارولو، د جنګ په ډګر کې د تروریستانو د ماتې څخه خبری کوی او په عینی حال کې، ددی پيښی د څنګه رامنځته کیدو په اړه څیړنو باندی ټینګار کړی دی. خو د څیړونکو په باور، سربیره پردی چی خارجی عوامل په دی برید کې لاس لری؛ په دی حال کې، دا پیښه یو لوی شرم آور ماته د دولت او امنیتی ځواکونو او امریکا سفارت او ناتو په مشری ځواکونو ته په افغانستان کې دی. دلته نور یو کلتوری یا رسنیزه نهاد نه وو چی ملګری او دشمنان، د قاتل لوری ونیسی او د پیښی قربانیان د امنیت تامین په برخه کې په بی پروایی باندی تورن کړی. شپږ تروریستان په درنه مهماتو او تجهیزاتو سره، د امنیتی سختو تدابیرو څخه ځان تیر کړی او کابل یو مهم بین المللی هوتل دننی ته ځان رسولی او پیښه رامنځته کړی دی. دلته باید د طالبانو او حقانی شبکه نه پرته، نور عوامل هم پردی پیښی باندی اضافه کړل شی!
https://avapress.com/vdcfvvdyjw6dtca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته