دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۸
د مطلب کود : 134363
جمهور رئیس غني د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسون  
په دې کتنه کې چې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د هېواد د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي او په زیربنایي چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي هم حضور درلود، په پیل کې د برتانیې د بهرنیو چارو وزیرد خپل هېواد د خلکو او دولت د رهبرۍ نېکې هیلې جمهور رئیس ته وړاندې کړې او جمهور رئیس غني سره په کتنه یې خوښي څرګنده کړه. دواړو لورو د سیمه ییزو مسایلو او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پراختیا په هکله بحث او خبرې وکړې او له تروریزم سره په ګډه مبارزه یې هم ټینګار وکړ. محمد اشرف غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ په برخه کې د دوامدارې همکارۍ او همدارنګه د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې یې د دغه هېواد د فعالیتونو،   د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسون په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاریو په ادامه ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې برتانیا به هم د پخوا په څېر د افغانستان تر څنګ د همکار په توګه پاتې شي. 
https://avapress.com/vdcfvjdymw6dmma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته