دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۰۲
د مطلب کود : 154064
پاکستان کې د حقاني شبکې پر ډلمشر هوایي برید

د راپورنو له مخې، په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو نن سهار د پاکستان په قبایلي سیمو کې د حقاني ترهګرې شبکې پر یوه ډلمشر هوایي برید ترسره کړي.

د ځایي چارواکو په وینا د حقاني شبکې پر ډلمشر هوایي برید نن سهار د کرمې ایجنسي په اړوند سیمه کې ترسره شوي.

چارواکي زیاتوي، چې د امریکا پوځ بې پیلوټه الوتکو د حقاني شبکې اړوند د راشد خان پر وداني هوایي برید کړي، چې په ترڅ کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي.

د دولت ضد وسله والې ډلې او د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو د امن ځایونو د شتون په خاطر د امریکا ایالاتو د پاکستان پر حکومت فشارونه زیات کړي.

په کرمې ایجنسي کې د حقاني شبکې پر ډلمشر هوایي برید په داسې حال کې ترسره کیږي ده چې افغان چارواکي تل ادعا کړي چې په هېواد کې روانه تاوتریخوالې پر افغانستان د ټپل شوي جنګ سره ریښې لري چې د پاکستان له خوا پر مخ بیول کیږي.

چارواکي زیاتوي، چې پاکستان د طالبان او هغو ډلو څخه چې په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي، ملاتړ کوي، پټنځايونه ورکوي، او د هغوي اکمالاتو په چارو کې مرستې کوي، په خاصه توګه له حقاني شبکې سره چې د طالبانو پورې تړلې ده، د پاکستان په قابایلي سیمو کې په شمالي وزیرستان کې فعالیت کوي او په افغانستان کې د افغان ځواکونو او حکومت پر وړاندې بریدونه ترسره کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfvjdyjw6dtxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته