دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۴۷
د مطلب کود : 117263
"افغانستان د تروریزم پر ضد په مبارزه کې د روسیې مرستې ته اړتیا لري"
ایګور مو روزوف د افغانستان د سنا له یو شمېر غړو سره لیدلي او پرون یې د سنا مجلس ته وویل چې د افغانستان ملي شورا په سوریه کې د مسکو د پوځي عملیاتو کلک ملاتړ کوي.

د موروزوف په وینا، امریکا د افغانستان له پوځ سره د روسي هليکوپټرو په اخیستلو کې مرستې بندې کړې دي.

د امریکا دفاع وزارت تر دې مخکې موافقه کړې وه چې روسیه به د پوځي پیلوټانو په روزنه؛ د پوځي هليکوپټرو په برابرولو او نورو جنګي مهماتو په ورکولو کې همکاري وکړي.

د روسیې د سنا د نړېوالو اړیکو د کمیټې د دې غړي په وینا؛ د افغانستان د پارلمان غړو شکایت کړی چې د امریکايي قواوو په حضور کې؛ د افغانانو ژوند تغیر نه دی کړی او د امریکا پوځ په دې هېواد کې د خدمت تیاري نه درلوده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfvedymw6dy0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته