دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۲۴
د مطلب کود : 149367
د هرات ټولنیز چارو او کار اداری څخه اداری فساد مخ په له منځه تلو دی
د هرات شهدا او معلولین، ټولنیز او کار اداری مسئولین وایی چی اداری فساد په دی اداری کی له منځه تلو په حال کی دی او څو تنه کارکوونکی هم له همدی له امله نیول سوی دی.

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عبدالقیوم افغان، د هرات شهداوو او معلولینو ټولنیز او چارو اداری مشر په یو خبری ناسته کی وویل چی اداری فساد په دی اداری کی له منځه تلو په حال کی دی.

هغه وویل: داسی کسان سته چی جعلی اسنادو باندی اقدام کوی او دا کار ددی لامل سو ترڅو یو کمیسیون د ولایت مقام ته ددی موضوع د څیړلو لپاره پیشنهاد سی.

افغان زیاته کړه چی دا کمیسیون هر اونۍ ناستی او فعالیتونه لری.

هغه وویل چی د اداری فساد په برخه کی ځینی کسان هم نیول سوی دی.

هغه په دی اړه ډیر جزئیات ورنه کړ.

یو څه وخت کیږی چی خلګ د شهدا او معلولینو ټولنیز چارو اداری څخه لږو شکایت لری.

 

 

https://avapress.com/vdcfv1dyew6djma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته