دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۲:۴۵
د مطلب کود : 142661
په غور کی د طالبانو او داعش په منځ کی نښته رامنځته سوی دی
د غور ولایت څخه د رارسیدلو ګزارشونو په اساس، د طالبانو او داعش ډلو چی په غور کی مستقر دی د دوو ورځو راهیسی د یو بل سره جنګیږی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، عبدالحی خطیبی د غور والی ویاند وایی چی د دوو ورځو راهیسی د طالبانو او داعش دواړه ډلی د مرغاب په سیمه کی د یو بل سره جنګیږی.
هغه وویل چی په دی نښتو کی دوه طالب وژل سوی او ۴ تنه نور ټپیان سوی دی.
د ښاغلی خطیبی په وینا، نښته په دی سیمه کی تراوسه ادامه لری.
ګزارشونه وایی چی داعشیان یو ماین د دهن دره کوګوش روستا کی ځای پرځای کړۍ وو چی دا ماین د طالبانو د تلفاتو لامل ګرځیدلی دی.
دا په داسی حال کی دی چی ګزارشونو له مخی داسی ښایی چی طالبان او داعشیان په غور کی د مذاکری قصد لری.
په دی حال کی ښایی د هغوی خبری کوم ځای ته نه وی رسیدلی او د یو بل سره جنګ باندی اقدام کړی دی.
https://avapress.com/vdcfv0dyyw6djva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته