دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۲۵
د مطلب کود : 132662
مهم اړتیا لیدل کیږی تر څو فرهنګی کارونه ته پراختیا ورکړو/د همپالنی لپاره هڅه ضروری دی
د اختلافاتو د رامنځته کیدو یو لامل یا د خلګو او جریاناتو لیری کیدو لامل دیو بل څخه، د لویو کسانو سمتی کیدل او د حرکتونو محدود کیدل دی او طبیعی خبره دی چی ددی اختلافاتو د له منځه وړلو لپاره ضرورت سته چی دینی مشران باید لوی حرکتونه وکړی او د ملی عمل کولو لپاره پراخ فکر وکړی اوددی دینی مشرانو سیاسی او فرهنګی عناصروته هم ضرورت سته.
ښاغلی دانش د ریاست جمهوری دوهم معاون حسینی مزاری سره په کتوکی وویل چی مهم اړتیا لیدل کیږی چی فرهنګی کارونو ته پراختیا ورکړو. د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری په بیان سره حجت الاسلام و المسلمین سید عیسی حسینی مزاری د تبیان رییس د تیری روال په طبق او د هیواد د فعالو شخصیتونو سره په کتو سره، ددی تشکیلاتو د ځینی کادرونو سره د ریاست جمهوری دوهم معاون سره د کتو لپاره ولاړل او دهغه سره په مختلفو موضوعاتو بحث وکړ. ښاغلی مزاری په دی کتنه کی د هیواد د ټولنی د اوسنی مشکلاتو لکه دهیواد په مختلفو برخو کی د جنګونو وجودوالی او دکابل، بامیان په لاروکی د ناامنی او ددی وضعیت د خرابوالی عواملو ته په اشاری سره وویل؛ نن متاسفانه اختلافات او پاشل توب بالخصوص ( قومی، ژبنی، سیاسی او ...) اختلافات د ټولنی د جدی مشکلاتو څخه دی او نامناسب آثار پرځای پریښی دی او دنورو مشکلاتو لامل سوی دی چی بیله شکه ددی ټولنی رهبران کولای سی ددی مشکلاتو لپاره جدی اقدامات وکړی او د مشکلاتو د لمنځه وړلو لپاره قدم واخلی. هغه وویل: د اختلافاتو منشا اوس خپله حکومت دی او د هیواد د رهبرانو ترمنځ اختلافات ددی باعث سوی دی چی چی پرنورو خلګو هم اغیز وکړی. حسینی مزاری د اختلافاتو پراخیدل د عمومی سطحو او احزابو او ډلو په برخو کی زیان باره وبلل. د تبیان د اسلامی حزب رییس وویل: د اختلافاتو د رامنځته کیدو یو لامل یا د خلګو او جریاناتو لیری کیدو لامل دیو بل څخه، د لویو کسانو سمتی کیدل او د حرکتونو محدود کیدل دی او طبیعی خبره دی چی ددی اختلافاتو د له منځه وړلو لپاره ضرورت سته چی دینی مشران باید لوی حرکتونه وکړی او د ملی عمل کولو لپاره پراخ فکر وکړی اوددی دینی مشرانو سیاسی او فرهنګی عناصروته هم ضرورت سته. هغه اضافه کړ: مهم عناصر چی اثر ګزاره دی، د عمل سطحه باید د حزبی محدودی څخه دباندی پراخیا ورکړل سی، د نورو شخصیتونو او فکری او منطقه ای ډلو سره د اړیکی په رامنځته کولو سره، د همپالنی او د څو جانبی د اړیکو په رامنځته کولو سره، د اسلامی او ملی وحدت د رامنځته کولو لپاره جدی ګامونه واخیستل سی. د هغه د خبرو په اساس، متاسفانه د شخصیتونو یو مشکل د څو کالو په ترڅ کی داوو چی ملی کار نه دی کړی او په خاصو مجلسو کی عادی خلګ د هغوی د فکر او اندیشی څخه نه دی برخمن سوی. هغه وویل چی په تیر وخت کی او د انتخاباتو په مسایلو کی بحث فرق درلودی، چی کوم کس او د چا څخه ملاتړ کړی دی؛ خو اوس بحث ملی دی او اړتیا سته چی د احزابو، سازمانونو او تشکیلاتو ترمنځ پراخی اړیکی رامنځته سی. د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری رییس وویل چی د تبیان مرکز چی په ۱۷ ولایتونو کی جدی او فعال حضور لری، علاقه مند دی، چی د نورو احزابو او سازمانونو سره او ریاست جمهوری د معاون سره د اړیکی په رامنځته کولو سره د ملی وحدت د رامنځته کولو لپاره، سرتاسری امنیت او دهیواد دسولی لپاره اثرګزاره عمل وکړی او هیله لرو چی تاسو ( ښاغلی دانش ) هم د امنیت د تامین، او د مشکلاتو د حل لپاره لاری و لټوی او دهیواد د ناامنیو لپاره جدی اقدامات په لاس کی ونیسی. د تبیان رییس وویل: متاسفانه نن زموږ په ټولنه کی جدی مشکلات وجود لری؛ دهغه جملی څخه د شخصیتونو په سطحه مشکلات چی د هغه په وجه مشکلات د پراختیا په حال کی دی، خو لیدل کیږی چی تاسو ددی مشکلاتو په جریان کی نه یاست قرار نیولی او وخت مو نه دی پیداکړی چی هغه ته توجه وکړی. ښاغلی مزاری د نمونی په توګه د خلګو پراخ نیونه  د امنیت ملی په واسطه د هیوادونو د جاسوس په تورن کولو سره او  وویل؛ متاسفانه ملی امنیت خلګ بیله کوم اسناد او مدارک، نیسی او د ۳ او یا ۶ ساعتو یا حتی د یو میاشتوپه ترڅ کی د تحقیق وروسته آزادوی، اود آزادی وروسته هم د تعقیب لاندی نیول کیږی. ښاغلی مزاری وویل چی داډول نیونی ډیر صورت نیسی او د کابل په غرب کی ډیر کسان دی چی د ملی امنیت لخوا نیول سوی دی او ځینی هم اوس په محبس کی دی په داسی حال کی چی ډیری نیول سوی کسان د دولت ملاتړ کوونکی دی. هغه ټینګار وکړ چی د ټولنی مشران په دی برخه کی باید توجه ولری. ښاغلی مزاری یاداور سو چی موږ نه پوهیږو چی دا ډول نیونی د دولت لخوا په برنامه ای یا سازمانی ډول صورت نیسی او ددولت لخوا عملی کیږی او یا د دملی امنیت کارمندان په خپل سر داسی کارونه ترسره کوی. ښاغلی مزاری په اخیر کی وویل: د حکومت دمقتدر کولو په خدمت کی یو هیله لرو چی زموږ افکار او اړیکی جریان ولری. په همدی حال کی سروردانش، ښاغلی مزاری او دهغه سره هیئت ته، په ښه راغلاست ویلو سره د هیله والی ابراز وکړ چی په راتلونکی داسی ناستی باید ادامه پیداکړی. درییس جمهور معاون، د تبیان دمرکز د فعالیتونو څخه په قدردانی سره ټینګار وکړ چی فرهنګی او رسنی نهادونه باید د افغانستان د اوسیدونکو د همدلی او مهربانی مشترک ژبه وی. ښاغلی دانش ټینګار وکړ چی دفرهنګی او اجتماعی نهادونو او اقوامو سره تعامل د افغانستان د قومی او فرهنګی متکثر ټولنی لپاره، یو حیاتی ضرورت دافغانستان د راتلونکی لپاره بلل کیږی. ښاغلی دانش اضافه کړ: نهادونه او فرهنګی او علمی شخصیتونه کولای سی د خلګو اجتماعی حقوق په نیکی سره تشخیص کړی او دهغه د لاسته راوړلو لپاره معقولانه تلاش وکړی او لاسته راوړنی په سمه توګه محافظت وکړی. ښاغلی دانش سلیقه ای اختلافات او د لید توپیرونه په یو متکثر ټولنه کی يو همیشګی پدیده بللی دی او وویل چی باید فرهنګی او اجتماعی مشران ملی اهداف او آرمانونه د خپل تلاش اصلی هدف ونیسی او دهیواد د نورو اوسیدونکو لپاره هم یو نمونه سی. ښاغلی دانش ښاغلی مزاری ته په خطاب کی وویل چی ستاسو فرهنګی او سیاسی فعالیتونه د څو کالو په ترڅ کی لږ فعالیتونه نه دی او زه شخصآ ستاسو خبرونه تعقیبوم او مصاحبی او ګزارشونه مطالعه کوم. ښاغلی دانش ټینګار وکړ چی ضروری اړتیا لیدل کیږی چی فرهنګی کارونوته پراختیا ورکړو. هغه اختلافاتو ته په اشاری سره وویل: طبیعی خبره ده چی په هر نظام کی مشکلات وجود لری؛ خو متاسفانه موږ د لید د اختلافاتو تحمل نه لرو او باید دا تحمل منځته راسی چی مختلف لیدونو او نظریو لپاره تحمل رامنځته سی. او وویل چی زموږ د خلګو منافع ایجادوی چی اړیکی د سایرو سره دوستانه او عادی وساتو او تقویه کړو؛ همچنان د حکومت سره هم باید نږدی اړیکی ولرو او د اداری په داخل کی و اوسو. دریاست جمهوری دوهم معاون وویل: د خلګو د نیونو څخه د امنیت ملی لخوا خبر لرو او زما په نظر اصلی لامل یی دادی چی زموږ د خلګو بعضی خصوصیات حکومت نه پیږنی؛ یعنی موږ نه یو توانیدلی چی د تقلید دمراجعو سره د خلګو اړیکی او شرعیه وجوهات حکومت ته وروپیږنو. ښاغلی دانش همچنان یادآور سو چی ددی نیونو ځینی برخی هم ګرځی زموږ سیاسی مسایلو ته چی د ایران سره لرو چی مذهبی او فرهنګی اړیکی ډیر سیاسی تلقی کیږی؛ په داسی حال کی چی زموږ خلګ ډیر فرهنګی او مذهبی اړیکی لری او د سیاسی نظره شاید ښه اړیکی ونه لری. ښاغلی دانش ټینګار وکړ چی زه شخصآ دا برداشت نه لرم چی دا نیونی قصدآ سرته ورسیږی.
https://avapress.com/vdcfv0dy0w6dmva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته