دخپریدو نیټه :شنبه ۹ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۸
د مطلب کود : 141851
پر افغانستان د طالبانو تور یرغل روان دی
د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس وایي، د شوروي له یرغل وروسته افغانستان بیا هم تر یرغل لاندې راغی، چې پر وینا یې د طالبانو تور یرغل اوس هم روان دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، اجرائیه رییس عبدالله عبدالله، چې په پنجشیر کې د مجاهدینو د بریالیتوب د پېنځه ویشتمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې؛ په ډاګه کړه، مجاهدین د غویي پر اتمه پر پخواني شوروي غالب شول؛ خو د مجاهدینو خپلمنځيو ستونزو او اختلافونو دې ته لار اواره کړه، چې طالبان یو تور یرغل وکړي.
په وروستیو څو ورځو کې د امریکا دفاع وزیر وویل؛ داسې رپوتونه ور رسیدلي، چې روسیه له طالبانو پوځي ملاتړ کوي، خو مسکو دغه خبرې رد کړې دي.
اجرائیه رییس پرته له دې، چې د کوم ځانګړي هېواد نوم واخلي وایي؛ هر هېواد، چې د ترهګرو ملاتړ کوي، ور ته هیڅ ګټه نه کوي او باید له وسلوالو څخه د ملاتړ بهیر ودروي.
په غونډه کې پرحکومتي مجاهدینو نیوکې د دې لامل شوې، چې پروان والي محمد عاصم عاصم د یووالي نشتوالی د ستونزو اصلي لامل وبولي.
هغه وویل، د واحدې قومندې لاندې راټولیدل د روانې ستونزې د حل یوازنۍ لار ده.
د پجشېر والي کمال الدین نظام وایي؛ هغه خلک، چې د مجاهدینو د بري ورځ د ټینګار وړ نه بولي باید پوه شي، چې له هېواد سره جفا کوي.
د نوموړي په وینا؛ د مجاهدینو سرښندنې او قربانۍ نه منل له خلکو او ولس سره خیانت دی.
مجاهدینو د ۱۳۷۱ لمریز کال د غویی پر اتمه کابل له کمونستي رژیم خلاص کړ؛ خو وروسته دوی په خپل منځ کې ښکېل شول او جګړې یې تر منځ پېنځه کاله وغزیدې. وروسته د طالبانو تحریک را منځته شو او د ۱۳۷۵ ل کال د تلې په ۶ یې مجاهدین له کابله وشړل.
https://avapress.com/vdcftydyyw6djca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته