دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 153452
کابو ۵۰۰ نوې زرهپوشونه افغان پوځ ته وسپارل شول

د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي وایي افغان ملي پوځ ته کابو ۵۰۰ نوې زرهپوشونه سپارل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وایي، د افغانستان ملي اردو پوځونه د هرې ورځې په تیرید وسره نوې وړتیاوي او ځواکمنتاوې ترلاسه کوي او په عصري او مدرنو جنګي تخنیک سره سمبالیږي .

هغه زیاته کړه، چې په تیره اووني کې د افغانستان ملي پوځ د نورو جګره ایزو توکو ترڅنګ ۴۹۵ عرادي زرهپوشونه د امریکا د متحده ایالتونو د دولت له لوري د ملي دفاع وزارت ته وسپارل شول ، چی وروسته دغه زرهپوشونه د ځانګړو عملیاتو (کماندو) قول اردو ، ۲۰۱ سیلاب ، ۲۰۳ تندر ، ۲۰۵ اتل او ۲۰۹ شاهین قولواردو ګانو ته ورکړ شول.

د جنرال وزیري په وینا، په دغوجنګي تخنیک سره د ملي اردو ځواکونو جګړه ایز مهارتونه او وړتیاوې لوړیږي او د دښمن پرځالو مرګوني بریدونه چمتو کیږی .

هغه وویل چې دملي اردو ځواکونه د څلورکلن دفاعي اوامنیتي پلان د تطبیق په چوکات کې د پرمختک او ځواکمنتیا په لور هوډ من ګامونه اخلي او په لا نورو مدرنو وسلو او تخنیک سمبالیږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcftmdy0w6dtja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته