دخپریدو نیټه :جمعه ۶ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۶
د مطلب کود : 138558
د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو د عملیاتو مخنیوی
د هېواد په خیتځ د سرحدي ځواکونو قومندان وايي چې پاکستاني پوځیان دوه ورځې وړاندې د عملیاتو د ترسره کېدو لپاره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ځای پر ځای شوي وو.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، دغو ځواکونو هڅه کوله چې د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته عملیات ترسره کړي،خو دولتي ځواکونو هېڅکله داسې اجازه ور نه کړه.
د هېواد په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو قومندان محمد ایوب حسین خېل په دې اړه وویل:«په صفري سیمو کې په لال‎پور او تورخم کې ځای پر ځای شوي وو،خو دوه ورځې وړاندې بېرته هغه ځایونه یې پرېښودل.»
له بلخوا د لال‎پورې ولسوالۍ د ۹ کلیو اوسېدونکي ویلي چې د پاکستاني پوځيانو د توغندويي بریدونو په پایله کې کورونه یې ویجاړ شوي او اوس په بې‎کورۍ کې شپې او ورځې تېروي.
د لال‎پورې ولسوالۍ اوسېدونکی شان حاجي وايي:«څوک په کور کې ټپي شوی او څوک د تېښې په لاره کې ټپي شوی.»
د یوه بل توغندي د لګېدو له امله یو۷۰ کلن کس هم ټپي شوی دی چې پښه او زنه یې ژوبل شوي دي.
ټپي کس لقمان وویل:«په کور کې وم لاړم چې غواګانو ته واښه واچوم چې یو توغندی راغی پښه او زنه یې را ته ټپي کړه.»
لومړنۍ شمېرې ښي چې د لالپورې له نهو کلیو څخه کابو ۴۰۰ کورنۍ بې‎ځایه شوې دي.
۸۰ کلن میراجان وايي چې ټول شته یې د پاکستاني پوځیانود توغندیو په اور کې وسوځېدل او د کلي شا اخوا ته د پاکستاني پوځیانو د حضور څخه اندېښنه لري.
هغه زیاته کړه:«په درې ورځو کې پر موږ د توغندیو باران وه،زموږ په کلي کې ټول کورونه ویجاړ شوي زموږ کور هم نړېدلی.»
په همدې حال کې په لارپورې ولسوالۍ کې د پولیسو یو سرتېری عبدالغفار وايي:«د پولې له هغې غاړې توغندي راځي.موږ په دې ځای کې چمتو یوو او له چا څخه کم هم نه یوو.»
د کابل او اسلام آباد ترمنځ د هر ځل تاوتریخوالیو په ډېرېدو سره، د هېواد په ختیځ کې ډېرې برخې د داشان وضعیت سره مخ کېږي دا ځل د ننګرهار لال‎پورې ولسوالۍ دا درد زغملی دی.
https://avapress.com/vdcftcdycw6dmta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته