دخپریدو نیټه :جمعه ۴ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۰
د مطلب کود : 139656
په بدخشان کی د ۱۱ مدرسو له لوری چی د طالبانو ترکنترول لاندی دی په کال کی لسګونه ځوانان حکومتی ضد زده کړو سره فارغیږی
د بدخشان د حج او اوقاف ریاست وایی چی طالبانو اداره ۱۱ مدرسی د یګمان، وردوج، جرم او غرجستان په ولسوالیو کی په لاندی بخشونو کی اداره په لاس کی لری.
عبدالولی ارشد، د بدخشان حج او اوقافو رئیس، وایی چی ددی مدرسو څخه په کال کی لسګونه ځوانان طالبانی زده کړو او ضد حکومتی زده کړو د فراغت سندونه لاسته راوړی.
هغه وویل: یواځی ۱۱ مدرسی او دارالحفاظ د طالبانو تر کنترول لاندی دی او نور ټول مدرسی او دارالحفاظونه د دولت تر کنترول لاندی دی.
د حج او اوقافو دریاشت د آمارونو په اساس، د بدخشان په ولایت کی د ۴۰۰ په شاوخوا دینی مدرسی فعالیت لری چی ددی مدرسو څخه ۱۱ یی د طالبانو تر کنترول لاندی دی.
https://avapress.com/vdcft1dyvw6dmva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته