دخپریدو نیټه :شنبه ۸ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۱۴
د مطلب کود : 132851
دکندهارښارنهمه حوزه کي موتربم ځانمرګي څلورپولیسومرګ ژوبله واړوله
امنیتي چارواکي وايي، د کندهارښار په نهمه ناحيه کې په يوه ځان وژونکې حمله کې يو پوليس وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

امنیتي چارواکي وايي، د کندهارښار په نهمه ناحيه کې په يوه ځان وژونکې حمله کې يو پوليس وژل شوی او درې نور ټپيان دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبر له مخې دغه برید نن ۱۰:۳۰ د کندهار ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د تیري اډې په سیمه کې رامنځ ته شوی دی.
د کندهار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیادرانی رسنیو ته وویل، چي نن شنبې لس نیمې بجې د کندهار ښار د نهمي امنيتي حوزې اړوند د تېري اډې په سيمه کې يوه تن ځان وژونکي بريد ګر خپل د چاودېودنکو توکو ډک موټر د پوليسو د ګزمې له موټر سره جنګولى چې په نتيجه کې يو تن ملي پوليس وژل شوی او درې تنه نور زخميان دي.
ويل کېږي چي د حملې هدف د نهمې امنیتي حوزې امر فريد احمد وو چې د پېښې روغ وتلی.
تر اوسه طالبانو د نن پېښې مسؤليت په غاره ندی اخستلی.

https://avapress.com/vdcft0dyyw6dmca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته